په مصر کې د حسنی مبارک پرضد د ولسی لاریونونو دوام ددغه هېواد د واکمن نظام لپاره سخت وضعیت رامنځ ته کړی دی. ظاهرا د حسنی مبارک د کورنۍ غړو هم دغه موضوع درک کړې ده، ځکه چې له مصر څخه یې د تېښتې لاره خپله کړې ده. رسندویه سرچینو لند ته د مبارک د زامنوو جمال او علاء د تېښتې خبر ورکړی دی. دا په داسې حال کې ده چې د مصر څو لوړ پوړی چارواکی هم د قاهرې د نړیوال هوایی ډګر له لارې له مصر څخه وتلی دی. د مصر ستر سوداګر او پانګوال هم له اوسنیو شرایطو د خطر په احساسولو سره، خپلې شتمنۍ له مصر څخه اېستلې دی. په عین حال کې رپوټونه ددې ښودنه کوی چې حسنی مبارک په تکتیکی اقدام سره د احمد نظیف په مشرۍ د مصر کابینه ړنګه کړه او احمد شفیق یې د دولت د جوړیدو لپاره ګمارلی دی. د مصر د استخباراتی او امنیتی ادارې مشر، عمر سلیمان هم ددغه هېواد د ولسمشر د لومړی مرستیال په توګه ټاکل شوی دی. مبارک عمر سلیمان ددې لپاره د خپل لومړی مرستیال په توګه ټاکلی چې ښایی وکولای شی د هغه له پوځی مخینې په استفادې سره، وضع ارام کړی. سیاسی شناندی په دې باور دی چې د مصر د ولسمشر د مرستیال په توګه د عمر سلیمان ټاکل په دې موخه شوی دی چې د مبارک د پرځېدو په وخت کې، نوموړی د انتقالی دولت مشری پر غاړه واخلی. د مصر د اساسی قانون له مخې، د ولسمشر د استعفا یا مرګ په وخت کې، د هغه لومړی مرستیال د ولسمشریزو ټولټاکنو تر سره کېدو پورې د هېواد د چارو اداره کولو دنده پر غاړه اخلی. اوسمهال د مصر وضع ډېره ګډوډه ده. څرګنده ده چې په دې وضعیت کې ددولت په بدلون او د خپلو مرستیالانو په ټاکلو کې د مبارک سریزې کارنده نه شی کېدای. په تېرو ورځو کې د مصر خلکو په یوه خوله د مبارک د پرځېدو غږ پورته کړ. د مصر د ملت د غوسې اور، همدا اوس د واکمن ملی ډیموکراټیک ګوند لمنې ته هم رسیدلی دی. د مصر په مختلفو ښارونو کې د واکمن ګوند ودانۍ، ددغه هېواد د خلکو د غوسو په اور کې سوځېدلی دی. د ملی ټیکراټیک ګوند پورې اړونده او د مصر د قدرت د چورلیز سره نږدې ډېری وزیران تښی دی. د مصر په پوځ کې چې حسنی مبارک دېرش کاله تکیه ورباندې کړې وه، درځ رامنځ ته شوی دی. شک نه شته چې د مصر د سیاسی نظاد اډانې لړزانده کېدو او په دغه هېواد کې د واک په اډانه کې د درځ رامنځ ته کېدو ته په پام سره، مبارک د دولت په غړو کې په بدلون سره نه شی کولای چې د مصر د ملت درېرش کلنو غوښتنو ته ځواب ووایی. اوس په ټول مصر کې پاڅون دی. د مبارک کورنۍ هم ددغه ولسی انقلاب پیغام اوریدلی دی. اوس باید ولیدل شی چې مبارک څه وخت دا پیغام درک کوی. څېړوونکی وایی چې د ولسمشر د مرستیا په توګه د مصر د زاړه سیاستوال عمر سلیمان په ټاکلو سره، هغه هم د امریکا او مصر د ولسمشرانو ترمنځ له ټلفونی خبرو وروسته، له هېواده د مبارک د وتلو له سناریو سره یې غوټه خوړلې ده.