بېرته
مصر د نویو بدلونونو په درشل کې
د خپرېدو نېټه: 1389/11/11 0:0د خبر شمېره: 3795سرچینه: ایرکا خبری آژانس

په مصر کې د حسنی مبارک پرضد د ولسی لاریونونو دوام ددغه هېواد د واکمن نظام لپاره سخت وضعیت رامنځ ته کړی دی.
ظاهرا د حسنی مبارک د کورنۍ غړو هم دغه موضوع درک کړې ده، ځکه چې له مصر څخه یې د تېښتې لاره خپله کړې ده.
رسندویه سرچینو لند ته د مبارک د زامنوو جمال او علاء د تېښتې خبر ورکړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د مصر څو لوړ پوړی چارواکی هم د قاهرې د نړیوال هوایی ډګر له لارې له مصر څخه وتلی دی.
د مصر ستر سوداګر او پانګوال هم له اوسنیو شرایطو د خطر په احساسولو سره، خپلې شتمنۍ له مصر څخه اېستلې دی.
په عین حال کې رپوټونه ددې ښودنه کوی چې حسنی مبارک په تکتیکی اقدام سره د احمد نظیف په مشرۍ د مصر کابینه ړنګه کړه او احمد شفیق یې د دولت د جوړیدو لپاره ګمارلی دی.
د مصر د استخباراتی او امنیتی ادارې مشر، عمر سلیمان هم ددغه هېواد د ولسمشر د لومړی مرستیال په توګه ټاکل شوی دی.
مبارک عمر سلیمان ددې لپاره د خپل لومړی مرستیال په توګه ټاکلی چې ښایی وکولای شی د هغه له پوځی مخینې په استفادې سره، وضع ارام کړی.
سیاسی شناندی په دې باور دی چې د مصر د ولسمشر د مرستیال په توګه د عمر سلیمان ټاکل په دې موخه شوی دی چې د مبارک د پرځېدو په وخت کې، نوموړی د انتقالی دولت مشری پر غاړه واخلی.
د مصر د اساسی قانون له مخې، د ولسمشر د استعفا یا مرګ په وخت کې، د هغه لومړی مرستیال د ولسمشریزو ټولټاکنو تر سره کېدو پورې د هېواد د چارو اداره کولو دنده پر غاړه اخلی.
اوسمهال د مصر وضع ډېره ګډوډه ده.
څرګنده ده چې په دې وضعیت کې ددولت په بدلون او د خپلو مرستیالانو په ټاکلو کې د مبارک سریزې کارنده نه شی کېدای.
په تېرو ورځو کې د مصر خلکو په یوه خوله د مبارک د پرځېدو غږ پورته کړ.
د مصر د ملت د غوسې اور، همدا اوس د واکمن ملی ډیموکراټیک ګوند لمنې ته هم رسیدلی دی.
د مصر په مختلفو ښارونو کې د واکمن ګوند ودانۍ، ددغه هېواد د خلکو د غوسو په اور کې سوځېدلی دی.
د ملی ټیکراټیک ګوند پورې اړونده او د مصر د قدرت د چورلیز سره نږدې ډېری وزیران تښی دی.
د مصر په پوځ کې چې حسنی مبارک دېرش کاله تکیه ورباندې کړې وه، درځ رامنځ ته شوی دی.
شک نه شته چې د مصر د سیاسی نظاد اډانې لړزانده کېدو او په دغه هېواد کې د واک په اډانه کې د درځ رامنځ ته کېدو ته په پام سره، مبارک د دولت په غړو کې په بدلون سره نه شی کولای چې د مصر د ملت درېرش کلنو غوښتنو ته ځواب ووایی.
اوس په ټول مصر کې پاڅون دی.
د مبارک کورنۍ هم ددغه ولسی انقلاب پیغام اوریدلی دی.
اوس باید ولیدل شی چې مبارک څه وخت دا پیغام درک کوی.
څېړوونکی وایی چې د ولسمشر د مرستیا په توګه د مصر د زاړه سیاستوال عمر سلیمان په ټاکلو سره، هغه هم د امریکا او مصر د ولسمشرانو ترمنځ له ټلفونی خبرو وروسته، له هېواده د مبارک د وتلو له سناریو سره یې غوټه خوړلې ده.