همداراز د جرمنی خارجه وزیر وستروله هم مصر ته سفر وکړ او دقاهرې په التحریر میدان کې حاضر شو. هغه په دغه میدان کې دخلکو له پراخ هرکلی سره مخ شو. وستروله د حکومت او د مخالفینو له استازو سره دخبرو لپاره مصر ته سفر کړی او ویلی یې دی، جرمنی د دیموکراسۍ دټینګیدا لپاره له مصر سره مرسته کوی. هغه همداراز له مصرسره د 30 میلیونه ډالری مرستې خبر هم ورکړ. وستروله د لیبیا په اړه هم وویل،که قذافی د مخالفینو او مظاهره کونکو ځپلو ته دوام ورکړی، نو اروپایی اتحادیه هم پرته له دې بله چاره نلری چې ګډ ، پریکنده او جوت ځواب ورکړی. وستروله د دوه ورځنی سفر لپاره مصر ته تلی. همداراز په مصر کې د رژیم دپاتې کسانو په ضد مظاهرې دوام لری . په مصر کې بیا هم پرون په دانقلاب د مشرۍ دپلاوی په بلنه په لسګونو زرو کسانو په مظاهرو کې ګډون وکړ، او شعار یې ورکړ چې خلک د رژیم د پاتې کسانو د لرې کیدا غوښتونکی دی.