بېرته
د جرمنی خارجه وزیر مصر ته سفر کړی
د خپرېدو نېټه: 1389/12/07 0:0د خبر شمېره: 4206سرچینه: ایرکا خبری آژانس

همداراز د جرمنی خارجه وزیر وستروله هم مصر ته سفر وکړ او دقاهرې په التحریر میدان کې حاضر شو.
هغه په دغه میدان کې دخلکو له پراخ هرکلی سره مخ شو.
وستروله د حکومت او د مخالفینو له استازو سره دخبرو لپاره مصر ته سفر کړی او ویلی یې دی، جرمنی د دیموکراسۍ دټینګیدا لپاره له مصر سره مرسته کوی.
هغه همداراز له مصرسره د 30 میلیونه ډالری مرستې خبر هم ورکړ.
وستروله د لیبیا په اړه هم وویل،که قذافی د مخالفینو او مظاهره کونکو ځپلو ته دوام ورکړی، نو اروپایی اتحادیه هم پرته له دې بله چاره نلری چې ګډ ، پریکنده او جوت ځواب ورکړی.
وستروله د دوه ورځنی سفر لپاره مصر ته تلی.
همداراز په مصر کې د رژیم دپاتې کسانو په ضد مظاهرې دوام لری .
په مصر کې بیا هم پرون په دانقلاب د مشرۍ دپلاوی په بلنه په لسګونو زرو کسانو په مظاهرو کې ګډون وکړ، او شعار یې ورکړ چې خلک د رژیم د پاتې کسانو د لرې کیدا غوښتونکی دی.