رجوع
کونړیانو د ایتلافی ځواکونو هوایی بریدونه وغندل
تاريخ النشر: 1389/12/11 0:0رمز الخبر: 4265المصدر: ایرکا خبری آژانس

د کونړ په ماڼوګی ولسوالۍ کې نن سهارسلګونه ولسی وګړو د یوه لاریون په کولو سره پردې ولسوالۍ د ایتلافی ځواکونو هغه پرونى هوایی برید په کلکه وغنده چې پکې اته ماشومان مړه اویوبل ټپی شو.
یوشمېر لاریون کوونکو ایرکا سره خبرو کې وویل چې لاریون یې نېږدې درې ساعته د ولسوالۍ بازارکې دوام درلود او له امله یې اکثره دوکانونه تړل شوی وو.
لاریون کوونکو د پېښې د غندنې ترڅنګ له حکومته د پېښې د پوره څېړنې او لاملینو د مجازات غوښتنه وکړه.
د کونړ د ولایتی شورارېس میاحسن عادل د لاریون په تایید سره ایرکا ته وویل چې د ولسمشرۍ د مقام سرپرست مارشال فهیم او د ایتلافی ځواکونو یوشمېر چارواکو ورسره د پېښې په اړه ټلیفونی خبرې کړی او د پېښې څېړنه پیل شوې ده.
د ولایتی شورارېس ایرکا ته د یوشمېر ولسی خلکو هغه خبرې تایید کړې چې پرونی هوایی برید کې نهه هغه ماشومان وژل شوی او یوبل ټپی دى چې د ماڼوګی په ننګلام تنګی کې په لرګیو پسې روان وو.
د ولسی خلکو په شان د هېواد ولسمشر حامدکرزی هم چې د برتانیې په یوه رسمی سفر بوخت دى،په کونړ کې پرونۍ ولسی وژنې په کلکه غندلی او د داسې وژنو د مخنیوی غوښتنه کړې.
کونړ کې دا ولسی وژنه ترهغې وروسته شوې چې اېله څوورځې وړاندې د دې ولایت د غازی اباد ولسوالۍ پراېګل کلی د څه باندې یوې اونۍ وړاندې ورته بمبارڅېړنه بشپړه او پکې د پینځه شپېتو ولسی وګړو د وژل کېدو پخلى وشو.