خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1389/12/11 0:0کد خبر: 4265

کونړیانو د ایتلافی ځواکونو هوایی بریدونه وغندل

کونړیانو د ایتلافی ځواکونو هوایی بریدونه وغندل - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

د کونړ په ماڼوګی ولسوالۍ کې نن سهارسلګونه ولسی وګړو د یوه لاریون په کولو سره پردې ولسوالۍ د ایتلافی ځواکونو هغه پرونى هوایی برید په کلکه وغنده چې پکې اته ماشومان مړه اویوبل ټپی شو. یوشمېر لاریون کوونکو ایرکا سره خبرو کې وویل چې لاریون یې نېږدې درې ساعته د ولسوالۍ بازارکې دوام درلود او له امله یې اکثره دوکانونه تړل شوی وو. لاریون کوونکو د پېښې د غندنې ترڅنګ له حکومته د پېښې د پوره څېړنې او لاملینو د مجازات غوښتنه وکړه. د کونړ د ولایتی شورارېس میاحسن عادل د لاریون په تایید سره ایرکا ته وویل چې د ولسمشرۍ د مقام سرپرست مارشال فهیم او د ایتلافی ځواکونو یوشمېر چارواکو ورسره د پېښې په اړه ټلیفونی خبرې کړی او د پېښې څېړنه پیل شوې ده. د ولایتی شورارېس ایرکا ته د یوشمېر ولسی خلکو هغه خبرې تایید کړې چې پرونی هوایی برید کې نهه هغه ماشومان وژل شوی او یوبل ټپی دى چې د ماڼوګی په ننګلام تنګی کې په لرګیو پسې روان وو. د ولسی خلکو په شان د هېواد ولسمشر حامدکرزی هم چې د برتانیې په یوه رسمی سفر بوخت دى،په کونړ کې پرونۍ ولسی وژنې په کلکه غندلی او د داسې وژنو د مخنیوی غوښتنه کړې. کونړ کې دا ولسی وژنه ترهغې وروسته شوې چې اېله څوورځې وړاندې د دې ولایت د غازی اباد ولسوالۍ پراېګل کلی د څه باندې یوې اونۍ وړاندې ورته بمبارڅېړنه بشپړه او پکې د پینځه شپېتو ولسی وګړو د وژل کېدو پخلى وشو.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.