رجوع
د افغانستان آمنیت د ایران آمنیت دی
تاريخ النشر: 1389/12/12 0:0رمز الخبر: 4285المصدر: ایرکا خبری آژانس

د ایران د خارجه وزارت ویندویی د افغانستان آمنیت د ایران آمنیت وباله .
د ایران د اسلامی جمهوریت د خارجه وزارت ویندویی ښاغلی رامین مهمان پرست له پریس ټی وی چینل سره په مرکه کښې په افغانستان کښې له وسله والو ډلو د ملاتړ په باب د امریکا ادعاګانې ردکړی او ویې ویل د جنګ ځپلی هیواد افغانستان آمنیت ، سوله او ثبات د ایران آمنیت دی .
مهمان پرست وویل په افغانستان کښې د سولې او امنیت ټینګیدل د درستې سیمې لپاره خورا اهمیت لری او د درستې سیمې د ثبات په معنی دی او په دغه ډول حالاتو کښې د ایران اسلامی جمهوریت په افغانستان کښې ،د سولې ، ثبات او ټیکاو د ټینګولو لپاره له هر ډول مثبتو هڅو ملاتړ کوی .
د ایران د خارجه وزارت ویندویی په افغانستان کښې له وسله والو د ایران دملاتړ په باب دامریکایی چارواکو ادعاګانې بې اساسه وبللی او ویې ویل دغه ادعاګانې نه د افغانستان او نه هم د سیمې خلک منی.
مهمان پرست وویل هغه څه چې امریکایی چارواکې یې اندیښمن کړی دی په سیمه کښې ولسی اعتر اضونه دی .
هغه دغه ولسی اعتراضوه دسیمې په هیوادونوکښې د امریکا د پوځی او سیاسی شتون او لاسوهنو پایله وبلله او ویې ویل امریکا ددې لپاره چې موضوع بېخې پاکه کړی په یو ډول د افغانستان د نا آمنیو مسئولیت په نورو ور اچوی .
د ایران د خارجه وزارنت ویندویی زیاته کړه غوره داده چې امریکا ددې پر ځای چې د ایران په شمول په نورو هیوادونو پړې ورواچوی او هغه ملامت کړی خپل ټغر له افغانستان ټول کړی او دا اجازه ورکړی چې د سیمې هیوادونه خپل آمنیت په خپله تامین کړی او ملتونه نور له دې زیات د ځان دښمنان ونه ګرځوی .