خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1389/12/12 0:0کد خبر: 4285

د افغانستان آمنیت د ایران آمنیت دی

د افغانستان آمنیت د ایران آمنیت دی   - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

د ایران د خارجه وزارت ویندویی د افغانستان آمنیت د ایران آمنیت وباله . د ایران د اسلامی جمهوریت د خارجه وزارت ویندویی ښاغلی رامین مهمان پرست له پریس ټی وی چینل سره په مرکه کښې په افغانستان کښې له وسله والو ډلو د ملاتړ په باب د امریکا ادعاګانې ردکړی او ویې ویل د جنګ ځپلی هیواد افغانستان آمنیت ، سوله او ثبات د ایران آمنیت دی . مهمان پرست وویل په افغانستان کښې د سولې او امنیت ټینګیدل د درستې سیمې لپاره خورا اهمیت لری او د درستې سیمې د ثبات په معنی دی او په دغه ډول حالاتو کښې د ایران اسلامی جمهوریت په افغانستان کښې ،د سولې ، ثبات او ټیکاو د ټینګولو لپاره له هر ډول مثبتو هڅو ملاتړ کوی . د ایران د خارجه وزارت ویندویی په افغانستان کښې له وسله والو د ایران دملاتړ په باب دامریکایی چارواکو ادعاګانې بې اساسه وبللی او ویې ویل دغه ادعاګانې نه د افغانستان او نه هم د سیمې خلک منی. مهمان پرست وویل هغه څه چې امریکایی چارواکې یې اندیښمن کړی دی په سیمه کښې ولسی اعتر اضونه دی . هغه دغه ولسی اعتراضوه دسیمې په هیوادونوکښې د امریکا د پوځی او سیاسی شتون او لاسوهنو پایله وبلله او ویې ویل امریکا ددې لپاره چې موضوع بېخې پاکه کړی په یو ډول د افغانستان د نا آمنیو مسئولیت په نورو ور اچوی . د ایران د خارجه وزارنت ویندویی زیاته کړه غوره داده چې امریکا ددې پر ځای چې د ایران په شمول په نورو هیوادونو پړې ورواچوی او هغه ملامت کړی خپل ټغر له افغانستان ټول کړی او دا اجازه ورکړی چې د سیمې هیوادونه خپل آمنیت په خپله تامین کړی او ملتونه نور له دې زیات د ځان دښمنان ونه ګرځوی .
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.