رجوع
دپاکستان په دره ادم خیل کښې په چاودنه کښې34کسان وژل شوی
تاريخ النشر: 1389/12/18 0:0رمز الخبر: 4359المصدر: ایرکا خبری آژانس

دپاکستان په دره ادم خیل کښې په چاودنه کښې34 کسان وژل شوی .
زمونږ خبریال وای دپاکستان دخیبر پښتونخوا صوبې دمرکز پیښور په خوا کښې ددره ادم خیل قبایلی سیمې په ادیزئ کښې نن دامن لښکر د مشرکلام خان داینګور دجنازې لمانځه په دستورو کښې په یوې ځان وژونکی ترهګرې حملې کښې کابو 34 کسان وژل شوی او 45 نور ژوبل شوی هم دی چې یولس پکښې مرګی حاله دی .
دپاکستان دادیزئ سیمې دقومی لښکر مشر کلاخان وویل چې ماته طالبانو له ډیر وخت راهسې ګواښونو راکول او ما پولیسو ته خبر هم ورکړی وو خو پولیسو هیڅ اقدام ترسره نه کړ.
دپاکستان دخیبرپښتونخوا صوبې پولیسو وویل ددغه بم چاودنې هدف دامن لښکر د داوطلبانو وژل وو ځکه چې په جنازې کښې دهغوې ګڼ شمیر کسان او دغه راز عادی خلکو شتون درلود .
ویره شته چې دمړو او ژوبلو کسانو شمیر نور هم پسې زیات شی .
دپاکستان په دره ادم خیل قبایلی سیمه کښې له دې وړاندې هم څوڅوځله ترهګرې حملې او بم چاودنې شوی او ددغو حملو دمخه دنیولولپاره امن لښکر جوړ کړی شوی دی .
دپاکستان قبایلی سیمې دره ادم خیل ته نږدې ادیزئ سیمه دطالبانو او دحکومت دپلوی ملیشا ځواکونو دنښتو مرکز ګڼل کیږی .
دویلو ده چې په پاکستان کښې تراوسه دطالبانو، القاعده او هغوې ته داړونده ترهګرو اډو په حملو کښې په زرګونو بې ګناه خلک وژل شوی چې اکثره یې ښځې او ماشومان دی .
وروستی خبر داچې دپاکستان طالبانو ډلې ددره ادم خیل دادیزئ سیمې دبم چاودنې مسولیت پرغاړه اخستی دی .