خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1389/12/18 0:0کد خبر: 4359

دپاکستان په دره ادم خیل کښې په چاودنه کښې34کسان وژل شوی

دپاکستان په دره ادم خیل کښې په چاودنه کښې34کسان وژل شوی  - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

دپاکستان په دره ادم خیل کښې په چاودنه کښې34 کسان وژل شوی . زمونږ خبریال وای دپاکستان دخیبر پښتونخوا صوبې دمرکز پیښور په خوا کښې ددره ادم خیل قبایلی سیمې په ادیزئ کښې نن دامن لښکر د مشرکلام خان داینګور دجنازې لمانځه په دستورو کښې په یوې ځان وژونکی ترهګرې حملې کښې کابو 34 کسان وژل شوی او 45 نور ژوبل شوی هم دی چې یولس پکښې مرګی حاله دی . دپاکستان دادیزئ سیمې دقومی لښکر مشر کلاخان وویل چې ماته طالبانو له ډیر وخت راهسې ګواښونو راکول او ما پولیسو ته خبر هم ورکړی وو خو پولیسو هیڅ اقدام ترسره نه کړ. دپاکستان دخیبرپښتونخوا صوبې پولیسو وویل ددغه بم چاودنې هدف دامن لښکر د داوطلبانو وژل وو ځکه چې په جنازې کښې دهغوې ګڼ شمیر کسان او دغه راز عادی خلکو شتون درلود . ویره شته چې دمړو او ژوبلو کسانو شمیر نور هم پسې زیات شی . دپاکستان په دره ادم خیل قبایلی سیمه کښې له دې وړاندې هم څوڅوځله ترهګرې حملې او بم چاودنې شوی او ددغو حملو دمخه دنیولولپاره امن لښکر جوړ کړی شوی دی . دپاکستان قبایلی سیمې دره ادم خیل ته نږدې ادیزئ سیمه دطالبانو او دحکومت دپلوی ملیشا ځواکونو دنښتو مرکز ګڼل کیږی . دویلو ده چې په پاکستان کښې تراوسه دطالبانو، القاعده او هغوې ته داړونده ترهګرو اډو په حملو کښې په زرګونو بې ګناه خلک وژل شوی چې اکثره یې ښځې او ماشومان دی . وروستی خبر داچې دپاکستان طالبانو ډلې ددره ادم خیل دادیزئ سیمې دبم چاودنې مسولیت پرغاړه اخستی دی .
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.