د افغانستان د کاپیسا ولایت خلکو د بهرنیو عسکرو لخوا د انارو د باغونو په ورانولو اعتراض کړی او له حکومته یې تاوان غوښتی دی . د پریس ټی وی د راپور له مخې د افغانستان د شمال ختیځ کاپیسا ولایت د تګاب ولسوالۍ کابو اویا قومی مشرانو پرون په تامیر کښې د تګاب ولسوالۍ ودانې مخ ته د بهرنیو عسکرو په دغو عملیاتو سخت اعتراض کړی دی . دغو خلکو د خپلو اعتراضونو د ښودلو لپاره د انارو هغه بوټی هم له ځان سره ولسوالۍ ته وړی ؤ چې فرانسوی عسکرو تیره اونۍ د تګاب په عمرخیلو او شینکې کښې په عملیاتو کښې له مینځه وړی دی چې یو لک بوټی کیږی . ددغو خلکو په وینا فرانسوی پوځیانو داسی وسلې کارولی چې د نارلو په باغونو سربیره یې غنمو او نورو کروندو ته هم توان رسولی دی . د افغانستان د کاپیسا ولایت د تګاب انار ددغه هیواد غوره انار دی او هر کال زیاته اندازه نورو هیوادونو ته صادریږی .