خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
فرانسوی عسکرو د انارو باغونه له مینځه یوړل

زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
د افغانستان د کاپیسا ولایت خلکو د بهرنیو عسکرو لخوا د انارو د باغونو په ورانولو اعتراض کړی او له حکومته یې تاوان غوښتی دی .
د پریس ټی وی د راپور له مخې د افغانستان د شمال ختیځ کاپیسا ولایت د تګاب ولسوالۍ کابو اویا قومی مشرانو پرون په تامیر کښې د تګاب ولسوالۍ ودانې مخ ته د بهرنیو عسکرو په دغو عملیاتو سخت اعتراض کړی دی .
دغو خلکو د خپلو اعتراضونو د ښودلو لپاره د انارو هغه بوټی هم له ځان سره ولسوالۍ ته وړی ؤ چې فرانسوی عسکرو تیره اونۍ د تګاب په عمرخیلو او شینکې کښې په عملیاتو کښې له مینځه وړی دی چې یو لک بوټی کیږی .
ددغو خلکو په وینا فرانسوی پوځیانو داسی وسلې کارولی چې د نارلو په باغونو سربیره یې غنمو او نورو کروندو ته هم توان رسولی دی .
د افغانستان د کاپیسا ولایت د تګاب انار ددغه هیواد غوره انار دی او هر کال زیاته اندازه نورو هیوادونو ته صادریږی .
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.