رجوع
امریکا له بشری حقوقو د دفاع ادعا نه شی کولای
تاريخ النشر: 1390/01/21 0:0رمز الخبر: 4936المصدر: ایرکا خبری آژانس

امریکا دې لومړی د بشری حقوقو په هنداره کښې خپله څیره ووینی بیا دې په دې زمینه کښې په نورو هیوادونو نیوکې کوی .
زمونږ د خبریال د راپور له مخې د امریکا د خارجه وزارت تش په نامه بشری حقوقو په کلنې راپور کښې راغلی دی چې په پاکستان کښې د بشری حقوقو خلاف ورزیو ته ځواب ورکول دود نه دی . امنیتی ځواکونه د حکومت له کنټروله وتی دی ، د پولیسو او حکومت په نورو ادارو کښې بډې ورکول یوه عادی چاره ده او د ګیلانی حکومت د مالی فساد او بډو د مخنیوې لپاره کوم اقدام نه دی کړی .
په دغه 74 مخیز راپور کښې زیات دغو موردونو ته اشاره شوی ده :
1- د خبریالانواو رسندویو لپاره د ویرې او ترهې پیدا کول .
2- له محاکمې پرته کسانو وژل
3- د خلکو ورکیدل .
4-په حکومتی ادارو کښې مالی فساد
5- له اجازې پرته د کسانو نیول او د پولیسو او آمنیتی ځواک لخوا د هغوئ شکنجه کول .
6- په لږکیو په تیره بیا قادیانیانو او مسیحیانو حملې .
په دغه راپور کښې راغلی دی حکومت له دغه ډول مسئلو سره د مقابلې لپاره هیڅ کوم اقدام نه دی کړی .
البته په دی کښې شک نشته چې د پاکستان په څیر یو هیوادچې د دغه هیواد د مشرانو د غلطو سیاستونو په دلیل نن سبا د ترهه ګرۍ ، جاسوسۍ ، انسانی ضد فعالیتونو په شمول د ډول ډول ناروغیو د تولید په مرکز بدل شوی دی ، ترهه ګرې له همدې هوایده صادریږی ، ځانوژونکې په دغه هیواد کښې روزل کیږی ، د پاکستان په بیلا بیلو سیمو کښې د د ترهه ګرو د روزلو لپاره روزنیز مرکزونه موجود دی ، له 12 تر 16 کلونو عمرلرونکې ځوانان د ځانوژونکو حملو لپاره روزل شوی دی ، اوس خو لا د طالبانو لخوا د ځانمرګو بریدونو عاملانو تجارت هم روان دی او داسی ورځ نشته چې د پاکستان په بیلا بیلو سیمو کښې د خلکو پر ضد کومه چاودنه یا ځانوژونکې حمله ونه شی، نو ځکه خو پاکستان په اوسنیو شرایطو کښې یو قدرتمن او خپلواکه او واکمنۍ لرونکی هیواد نه شی ګڼلای .
خو ددغو درستو بدبختیو جرړه د امریکایی جنرالانو او دسپینی ماڼۍ په غلطو سیاستونوکښې ده .
پوښتنه داده چې د امریکا خارجه وزارت څنګه د بې ګناه خلکو له وژلو د مخنیوی او له بشری حقوقو د ملاتړ ادعاګانې کوی چې لا تراوسه په پاکستان کښې د سی آی ای د خطرناک جاسوس او ترهه ګر ریمونډ ډیویس له خوشی کیدو نه ده تیره شوی ؟
دغه جاسوس په رڼا ورځ د پاکستان په لاهور ښار کښې دوه بې ګناه پاکستانیان ووژل او د دغه هیواد د استخباراتی اداری آی ایس آی په وینا ریمونډ ډیویس په پاکستان کښې یو خطرناک چینل درلوده ، له ترهه ګرو سره یې تړاو درلوده او د هغه د ټلفون له کتابچې د ترهه ګرو د ټلفونونو شمیرې هم ترلاسه شوی .
د پاکستان د استخباراتی اداری (I.S.I) په وینا ریمونډ ډیویس په دغه هیواد کښې د ګډوډیو په راپیدا کولو کښې لاس درلوده . هغه چې کله ونیول شو نو د امریکا چې څومره وسه وه په پاکستان یې زور واچاوه او په پوره سپین سترګی توب سره یې ریمونډ ډیویس یو دیپلومات ګرځاوه او له اسلام آباد څخه یې وغوښتل چې هغه زر تر زره خوشی کړی ، په داسی حال کښې چې د پاکستان خارجه وزارت لا د هغه دیپلوماتیک توب نه ؤ تائید کړی .
ددغه راپور له مخې امریکا د پاکستان په حکومت زور واچاوه څو ریمونډ ډیویس په یوه چل ول سره خوشی کړی .
امریکا په داسی حال کښې په پاکستان کښې د بشری حقوقو د دفاع غوری وهی چې د فلسطین او د بحرین په څیر ځینو هیوادونوکښې د بشری حقوقو خلاف ورزیو ته نه یوازې کوم پام نه کوی ، بلکه د سپینی ماڼۍ په پوره غږملتیا سره په فلسطین او بحرین کښې د بشری حقوقو سترې خلاف ورزۍ روانې دی .
ددغه راپور پر اساس صهیونست غاصب رژیم پرون غزه بمباری کړه او وړمه ورځ یې هم د فلسطین په لویدیځه غاړه کښې یو کلی بشپړ وسوځاوه او له سلو زیاتې مسلمانې میرمنې یې ونیولی .
همدغه راز په بحرین کښې هم د امریکا په حکم اعتراض کوونکې چې خپلی روا غوښتنې یې په سوله ایز ډول غوښتلی د سعودی عربستان او متحده عرب اماراتو د نیواکګر پوځ لخوا ځپل کیږی او د بحرین له مسلمانو خلکوسره داسې ظلمونه روان دی چې ښایی تراوسه صهیونست رژیم هم نه وی کړی .
امریکا په خپلو سیاستونو کښې له ښکاره تضاد او دوه ګون والې سره مخ شوی ده او دغه ډول یو هیواد چې د بشری حقوقو ستر خلاف ورزی کوونکی وی دا حق نلری چې په نورو نیوکې وکړی .