خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1390/01/21 0:0کد خبر: 4936

امریکا له بشري حقوقو د دفاع ادعا نه شي کولاي

امریکا له بشري حقوقو د دفاع ادعا نه شي کولاي - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 4 دقیقه

امریکا دې لومړی د بشري حقوقو په هنداره کښې خپله څیره وویني بیا دې په دې زمینه کښې په نورو هیوادونو نیوکې کوي . زمونږ د خبریال د راپور له مخې د امریکا د خارجه وزارت تش په نامه بشري حقوقو په کلنې راپور کښې راغلي دي چې په پاکستان کښې د بشري حقوقو خلاف ورزیو ته ځواب ورکول دود نه دي . امنیتي ځواکونه د حکومت له کنټروله وتي دي ، د پولیسو او حکومت په نورو ادارو کښې بډې ورکول یوه عادي چاره ده او د ګیلاني حکومت د مالي فساد او بډو د مخنیوې لپاره کوم اقدام نه دی کړي . په دغه ۷۴ مخیز راپور کښې زیات دغو موردونو ته اشاره شوي ده : ۱- د خبریالانواو رسندویو لپاره د ویرې او ترهې پیدا کول . ۲- له محاکمې پرته کسانو وژل ۳- د خلکو ورکیدل . ۴-په حکومتي ادارو کښې مالي فساد ۵- له اجازې پرته د کسانو نیول او د پولیسو او آمنیتي ځواک لخوا د هغوئ شکنجه کول . ۶- په لږکیو په تیره بیا قادیانیانو او مسیحیانو حملې . په دغه راپور کښې راغلي دي حکومت له دغه ډول مسئلو سره د مقابلې لپاره هیڅ کوم اقدام نه دی کړی . البته په دي کښې شک نشته چې د پاکستان په څیر یو هیوادچې د دغه هیواد د مشرانو د غلطو سیاستونو په دلیل نن سبا د ترهه ګرۍ ، جاسوسۍ ، انساني ضد فعالیتونو په شمول د ډول ډول ناروغیو د تولید په مرکز بدل شوی دی ، ترهه ګرې له همدې هوایده صادریږي ، ځانوژونکې په دغه هیواد کښې روزل کیږي ، د پاکستان په بیلا بیلو سیمو کښې د د ترهه ګرو د روزلو لپاره روزنیز مرکزونه موجود دي ، له ۱۲ تر ۱۶ کلونو عمرلرونکې ځوانان د ځانوژونکو حملو لپاره روزل شوي دي ، اوس خو لا د طالبانو لخوا د ځانمرګو بریدونو عاملانو تجارت هم روان دی او داسي ورځ نشته چې د پاکستان په بیلا بیلو سیمو کښې د خلکو پر ضد کومه چاودنه یا ځانوژونکې حمله ونه شي، نو ځکه خو پاکستان په اوسنیو شرایطو کښې یو قدرتمن او خپلواکه او واکمنۍ لرونکی هیواد نه شي ګڼلاي . خو ددغو درستو بدبختیو جرړه د امریکايي جنرالانو او دسپیني ماڼۍ په غلطو سیاستونوکښې ده . پوښتنه داده چې د امریکا خارجه وزارت څنګه د بې ګناه خلکو له وژلو د مخنیوي او له بشري حقوقو د ملاتړ ادعاګانې کوي چې لا تراوسه په پاکستان کښې د سي آي ای د خطرناک جاسوس او ترهه ګر ریمونډ ډیویس له خوشي کیدو نه ده تیره شوي ؟ دغه جاسوس په رڼا ورځ د پاکستان په لاهور ښار کښې دوه بې ګناه پاکستانیان ووژل او د دغه هیواد د استخباراتي اداري آي ایس آي په وینا ریمونډ ډیویس په پاکستان کښې یو خطرناک چینل درلوده ، له ترهه ګرو سره یې تړاو درلوده او د هغه د ټلفون له کتابچې د ترهه ګرو د ټلفونونو شمیرې هم ترلاسه شوي . د پاکستان د استخباراتي اداري (I.S.I) په وینا ریمونډ ډیویس په دغه هیواد کښې د ګډوډیو په راپیدا کولو کښې لاس درلوده . هغه چې کله ونیول شو نو د امریکا چې څومره وسه وه په پاکستان یې زور واچاوه او په پوره سپین سترګي توب سره یې ریمونډ ډیویس یو دیپلومات ګرځاوه او له اسلام آباد څخه یې وغوښتل چې هغه زر تر زره خوشي کړي ، په داسي حال کښې چې د پاکستان خارجه وزارت لا د هغه دیپلوماتیک توب نه ؤ تائید کړی . ددغه راپور له مخې امریکا د پاکستان په حکومت زور واچاوه څو ریمونډ ډیویس په یوه چل ول سره خوشي کړي . امریکا په داسي حال کښې په پاکستان کښې د بشري حقوقو د دفاع غوري وهي چې د فلسطین او د بحرین په څیر ځینو هیوادونوکښې د بشري حقوقو خلاف ورزیو ته نه یوازې کوم پام نه کوي ، بلکه د سپيني ماڼۍ په پوره غږملتیا سره په فلسطین او بحرین کښې د بشري حقوقو سترې خلاف ورزۍ روانې دي . ددغه راپور پر اساس صهیونست غاصب رژیم پرون غزه بمباري کړه او وړمه ورځ یې هم د فلسطین په لویدیځه غاړه کښې یو کلی بشپړ وسوځاوه او له سلو زیاتې مسلمانې میرمنې یې ونیولي . همدغه راز په بحرین کښې هم د امریکا په حکم اعتراض کوونکې چې خپلي روا غوښتنې یې په سوله ایز ډول غوښتلي د سعودي عربستان او متحده عرب اماراتو د نیواکګر پوځ لخوا ځپل کیږي او د بحرین له مسلمانو خلکوسره داسې ظلمونه روان دي چې ښايي تراوسه صهیونست رژیم هم نه وي کړي . امریکا په خپلو سیاستونو کښې له ښکاره تضاد او دوه ګون والې سره مخ شوي ده او دغه ډول یو هیواد چې د بشري حقوقو ستر خلاف ورزي کوونکی وي دا حق نلري چې په نورو نیوکې وکړي .
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.