رجوع
د ملی پولیسو یو سرتېرى ووژل شو
تاريخ النشر: 1390/02/04 0:0رمز الخبر: 5101المصدر: ایرکا خبری آژانس

ځایی امنیتی چارواکی وایی، چې په بادغیس ولایت کې د ماین د یوې چاودنې له کبله د ملی پولیسو یو سرتېرى ووژل شو.
دغه پېښه نن سهار د یاد ولایت په مقر ولسوالۍ کې هغه مهال رامنځته شوه، چې د ملی پولیسو موټر په یوه ځاى پرځاى شوی ماین وربرابر شو.
د بادغیس امنیه قومندان عبدالجبار صالح رسنیو ته ویلی، چې په دې پېښه کې د ملی پولیسو یو سرتېرى وژل شوى دى.
د نوموړی د معلوماتو له مخې دغه یو ریموټ کنټرول ماین و، چې له لرې څخه کنټرولېده.
د سرچینې په وینا، تر اوسه د پېښې په تړاو څوک نه دی نیول شوی، خو په اړه یې پلټنې روانې دی.
بلخوا د وسله والو طالبانو ویاند قاری یوسف احمدی رسنیو ته ویلی دی، چې په دې پېښه کې د ملی پولیسو یو سرتېرى وژل شوى او څلور نور ټپیان دی.