رجوع
خارجی ادارې له مالی فساد سره دمبارزې خنډ دی
تاريخ النشر: 1390/03/11 0:0رمز الخبر: 5525المصدر: ایرکا خبری آژانس

دافغانستان ولسمشر په دغه هیواد کښې خارجی ادارې له مالی فساد سره دمبارزې خنډ وبللې .
ایرکا خبری اژانس وایی دافغانستان ولسمشر کرزی نن ویل دافغانستان دځایی قوماندانانو او مسولانو په انتصاب کښې دامریکا او ناټو دلوړرتبه مسولانو لاسوهنه او دغه راز دکابل د حکومت موقعیت کمزوری کول په دغه هیواد کښې داداری فساد دپراختیا سبب شوی .
دافغانستان و لسمشر زیاته کړه دحکومت له خبرولو پرته موازی جوړښتونه او ځینو حکومتی مامورانو ته دپیسو او نورو امکاناتو ورکول په دغه هیواد کښې داداری فساد ددودیدا لپاره زمینه برابروی .
هغه وویل ترهغه وخته چې په افغانستان کښې ددخارجیانو اقدامات او خارجی ادارې ختمې نشی داداری فساد داصلاح لپاره اقدام به ډیر مشکل کار وی .
کرزی وویل که چیرې ناټو دافغانانو په کورونو حملې بندې نکړی نو دنیواکګرانو په توګه به و پیژندل شی .