په افغانستان کې د بهرنیو عسکرو امریکایی قوماندان وویل دغه هیواد لا امریکایی عسکرو ته اړتیا لری . د ایرکا د راپور له مخې په افغانستان کې د بهرنیو عسکرو امریکایی قوماندان جنرال ډیویډ پیټریوس په دغه هیوادکې د طالبانو د حملو زیاتیدو ته په اشارې سره وویل په افغانستان کښې د بهرنیو عسکرو شتون ته لا اوس هم اړتیا شته . هغه له یو اس ای ټوډی ورځپاڼی سره مرکه کې د قندهار راتلونکې عملیات مهم وبلل اوویې د طالبانو په وړاندی د بهرنیو عسکرو وروستۍ لاس ته راوړنې ماتیدونکې دی او ممکنه ده حالات بیرته خراب شی . پیټریوس د سخت اوړی اټکل کړی دی اووایی په جنګ ځپلی افغانستان کې د امریکایی عسکرو د شتون دوام اړین دی .