رجوع
په سیمه کې د پردیو شتون د ناآمنیو له پراختیا پرته بله پایله نلری
تاريخ النشر: 1390/03/25 0:0رمز الخبر: 5715المصدر: ایرکا خبری آژانس

د اسلامی ایران ولسمشر وویل په سیمه کې د پردیو شتون د ناآمنیو له پراختیا پرته بله پایله نلری .
زمونږ د خبریال د راپور له مخې د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ډاکټر محمود احمدی نژاد نن په قزاقستان کې د شانګهای د ملګرتیا د مؤسسې د سرمشریزې تر څنګ د افغانستان له ولسمشر حامدکرزی سره په کتنه کې وویل امریکا او ملګرو یې له ترهه ګرۍ سره د مبارزې په پلمه په افغانستان او عراق یرغل وکړ داو په سیمه کې د هغوئ د شتون د څو کلونو په تیریدا سره نه یوازې ترهه ګرې کنټرول شوی نه ده ، بلکه ددې سپیرې ښکارندې لمن پراخه شوی هم ده .
احمدی نژاد وویل سلطه ګر په استعماری نظر سره د ملتونو د شتمنیو او سرچینو په چورتالان او د خپلو ګټو په تامینلو پسې دی او په دغه ډول شرایطو کې د سیمې هیوادونه یوازې په ورورګلویزو ملګرتیاوو او د هراړخیزو اړیکو په پراختیا سره د پردیو د زیاتو غوښتنو په مقابل کې خپلی ګټې تامین کړی .
هغه د افغانستان له پرمختګ او ځان بساینې سره د مرستې لپاره د تهران چمتووالی اعلان کړ او ویې ویل افغانستان د پرمختګ لپاره ډیر ظرفیتونه ، بډیاه زیرمې او توانمنۍ لری او د ایران اسلامی جمهوریت چمتو دی ددغو ظرفیتونو د فعالولو لپاره خپلی تجربی د افغانستان خلکو ته ورکړی .
د افغانستان ولسمشر حامدکرزی هم په دغه کتنه کې وویل افغانان په خپل هیواد کې د پردیو عسکرو د شتون پای غواړی او په خپل هیواد کې د پردیو له شتون سره مخالف دی او که کوچنی فرصت هم ومومی یوه شیبه به هم په خپل هیواد کې د پردیو شتون ونه منی .
کرزی په بیلا بیلو برخو کې د افغانستان او ایران د ملګرتیاوو په پراختیا ټینګار وکړ او ویې ویل د ایران اسلامی جمهوریت د افغانستان په ملی وحدت او پرمختګ کې مهم رول لوبولای شی .