خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1390/03/25 0:0کد خبر: 5715

په سیمه کې د پردیو شتون د ناآمنیو له پراختیا پرته بله پایله نلری

په سیمه کې د پردیو شتون د ناآمنیو له پراختیا پرته بله پایله نلری  - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

د اسلامی ایران ولسمشر وویل په سیمه کې د پردیو شتون د ناآمنیو له پراختیا پرته بله پایله نلری . زمونږ د خبریال د راپور له مخې د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ډاکټر محمود احمدی نژاد نن په قزاقستان کې د شانګهای د ملګرتیا د مؤسسې د سرمشریزې تر څنګ د افغانستان له ولسمشر حامدکرزی سره په کتنه کې وویل امریکا او ملګرو یې له ترهه ګرۍ سره د مبارزې په پلمه په افغانستان او عراق یرغل وکړ داو په سیمه کې د هغوئ د شتون د څو کلونو په تیریدا سره نه یوازې ترهه ګرې کنټرول شوی نه ده ، بلکه ددې سپیرې ښکارندې لمن پراخه شوی هم ده . احمدی نژاد وویل سلطه ګر په استعماری نظر سره د ملتونو د شتمنیو او سرچینو په چورتالان او د خپلو ګټو په تامینلو پسې دی او په دغه ډول شرایطو کې د سیمې هیوادونه یوازې په ورورګلویزو ملګرتیاوو او د هراړخیزو اړیکو په پراختیا سره د پردیو د زیاتو غوښتنو په مقابل کې خپلی ګټې تامین کړی . هغه د افغانستان له پرمختګ او ځان بساینې سره د مرستې لپاره د تهران چمتووالی اعلان کړ او ویې ویل افغانستان د پرمختګ لپاره ډیر ظرفیتونه ، بډیاه زیرمې او توانمنۍ لری او د ایران اسلامی جمهوریت چمتو دی ددغو ظرفیتونو د فعالولو لپاره خپلی تجربی د افغانستان خلکو ته ورکړی . د افغانستان ولسمشر حامدکرزی هم په دغه کتنه کې وویل افغانان په خپل هیواد کې د پردیو عسکرو د شتون پای غواړی او په خپل هیواد کې د پردیو له شتون سره مخالف دی او که کوچنی فرصت هم ومومی یوه شیبه به هم په خپل هیواد کې د پردیو شتون ونه منی . کرزی په بیلا بیلو برخو کې د افغانستان او ایران د ملګرتیاوو په پراختیا ټینګار وکړ او ویې ویل د ایران اسلامی جمهوریت د افغانستان په ملی وحدت او پرمختګ کې مهم رول لوبولای شی .
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.