نن له غرمې وروسته شاخوا یوه بجه د کونړ والی سیدفضل الله وحیدی په داسې حال کې، چې پر موټر یې د ټوپکو څو مرمۍ لکېدلی له یوه مخامخ وسله وال برید روغ وتى. وحیدی له پېښې وروسته کلید سره د یوې ځانګړې مرکې پرمهال وویل، چې د شیګل ولسوالۍ شلطن درې ته د پاکستانیو ځواکونو تر بریدونو لاندې راغلیو خلکو سره د مرستی لپاره تللى و، چې په خبره یې د بېرته راستنېدو پر وخت د شینګوړک په سیمه کې پرې وسله والو مخالفینو برید وکړ، خو دوى ته په کې کوم زیان نه دى اوښتى. وحیدی دغه راز وویل، چې په دې سفر کې ورسره د نورو چارواکو ترڅنګ د ولایتی شورا رییس حاجی میاحسن عادل او په ولسی جرګه کې د کونړ د خلکو استازی مولوی شهزاده هم مله وو. تراوسه د برید مسولیت کومې وسله والې ډلې یا کوم شخص پر غاړه نه دی اخیستى، خو د کونړ والی کلید سره خبرو کې دا برید د بهرنیو وسله والو ډلو کار وباله. باید وویل شی، چې دا لومړى ځل نه دى او تر دې وړاندې هم د کونړ پر والی دا ډول بریدونه شوی، خو نوموړى ترې روغ وتى.