بېرته
د کونړ والی له یوه وسله وال برید روغ ووت
د خپرېدو نېټه: 1390/04/21 0:0د خبر شمېره: 5980سرچینه: ایرکا خبری آژانس

نن له غرمې وروسته شاخوا یوه بجه د کونړ والی سیدفضل الله وحیدی په داسې حال کې، چې پر موټر یې د ټوپکو څو مرمۍ لکېدلی له یوه مخامخ وسله وال برید روغ وتى.
وحیدی له پېښې وروسته کلید سره د یوې ځانګړې مرکې پرمهال وویل، چې د شیګل ولسوالۍ شلطن درې ته د پاکستانیو ځواکونو تر بریدونو لاندې راغلیو خلکو سره د مرستی لپاره تللى و، چې په خبره یې د بېرته راستنېدو پر وخت د شینګوړک په سیمه کې پرې وسله والو مخالفینو برید وکړ، خو دوى ته په کې کوم زیان نه دى اوښتى.
وحیدی دغه راز وویل، چې په دې سفر کې ورسره د نورو چارواکو ترڅنګ د ولایتی شورا رییس حاجی میاحسن عادل او په ولسی جرګه کې د کونړ د خلکو استازی مولوی شهزاده هم مله وو.
تراوسه د برید مسولیت کومې وسله والې ډلې یا کوم شخص پر غاړه نه دی اخیستى، خو د کونړ والی کلید سره خبرو کې دا برید د بهرنیو وسله والو ډلو کار وباله.
باید وویل شی، چې دا لومړى ځل نه دى او تر دې وړاندې هم د کونړ پر والی دا ډول بریدونه شوی، خو نوموړى ترې روغ وتى.