د لغمان مرکز مهترلام ښار امنیتی چارې نن د چنګاښ په 28مه افغان امنیتی ځواکونو ته سپارل کیږی. په هغه غونډه کې چې په همدې موخه د لغمان په مرکز کې جوړه شوې د یادې پروسې رییس ډاکټر اشرف غنی احمدزی، د سیمه ایزو ارګانو رییس عبدالخالق فراهی او د افغان پوځ لوی درستیزجنرال شیرمحمدکریمی ګډون لری . د لغمان والی محمد اقبال عزیزی وخت خبری آژانس ته وویل چې دوی ډاډمن دی چې وروسته د امنیتی چارو د لیږ څخه هم په یاد ولایت کې امنیتی ستونزې به نه وی او امنیت به نور هم ښه شی. د لغمان د امنیې قومندان غلام عزیزغرنی وخت خبری آژانس ته وویل : «زه د لغمان ټول ولس ته ډاډ ورکوم چې د دې پروسې څخه وروسته په دغه ولایت کې هیڅ ډول امنیتی ستونزه نه لیدل کیږی.» یاده غونډه د لغمان د ولایت په مقام کې جوړه شوې. دیادونې وړ ده چې په دې غونډه کې د کرهنې وزیر محمدآصف رحیمی،د کلیو او پراختیا وزیر جارالله منصور، د بهرنیو ځواکونو یو شمیر مشرانو،د کورنیو چارو وزارت او USAIDچارواکو او په سیمه کې یو شمیر مشرانو هم ګډون لری. دا په داسې حال کې ده چې ، دوه ورځې وړاندې د بامیانو امنیتی چارې افغان ځواکونو ته وسپارل شو او ویل کیږی چې د سیمې خلک له دې پروسې څخه ډیر خوښ دی.