خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
دلغمان مرکز مهترلام د امنیتی چارود سپارلو لړۍ پیل شوې

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه
د لغمان مرکز مهترلام ښار امنیتی چارې نن د چنګاښ په 28مه افغان امنیتی ځواکونو ته سپارل کیږی.
په هغه غونډه کې چې په همدې موخه د لغمان په مرکز کې جوړه شوې د یادې پروسې رییس ډاکټر اشرف غنی احمدزی، د سیمه ایزو ارګانو رییس عبدالخالق فراهی او د افغان پوځ لوی درستیزجنرال شیرمحمدکریمی ګډون لری .
د لغمان والی محمد اقبال عزیزی وخت خبری آژانس ته وویل چې دوی ډاډمن دی چې وروسته د امنیتی چارو د لیږ څخه هم په یاد ولایت کې امنیتی ستونزې به نه وی او امنیت به نور هم ښه شی.
د لغمان د امنیې قومندان غلام عزیزغرنی وخت خبری آژانس ته وویل :
«زه د لغمان ټول ولس ته ډاډ ورکوم چې د دې پروسې څخه وروسته په دغه ولایت کې هیڅ ډول امنیتی ستونزه نه لیدل کیږی.»
یاده غونډه د لغمان د ولایت په مقام کې جوړه شوې.
دیادونې وړ ده چې په دې غونډه کې د کرهنې وزیر محمدآصف رحیمی،د کلیو او پراختیا وزیر جارالله منصور، د بهرنیو ځواکونو یو شمیر مشرانو،د کورنیو چارو وزارت او USAIDچارواکو او په سیمه کې یو شمیر مشرانو هم ګډون لری.
دا په داسې حال کې ده چې ، دوه ورځې وړاندې د بامیانو امنیتی چارې افغان ځواکونو ته وسپارل شو او ویل کیږی چې د سیمې خلک له دې پروسې څخه ډیر خوښ دی.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.