رجوع
په نږدې راتلونکې کې له مخالفووسله والو ډلو سره د افغان حکومت رسمې خبرې اترې
تاريخ النشر: 1390/05/04 0:0رمز الخبر: 6155المصدر: ایرکا خبری آژانس

د افغانستان د سولې لوړې شورااعلان وکړ ډیر زر د طالبانو په شمول له مخالفو وسله والو ډلو سره رسمې خبرې اترې پیل کړي .
د افغانستان د سولې د لوړې شورا یو غړي مولوي عطاالله لودین په وینا دغې شورا تراوسه د طالبانو له مشر ملامحمد عمر او د حزب اسلامي ګوند له مشر ګلبدین حکمتیار سره کوم ارتباط نه دی ټینګ کړی .
دا په داسي حال کې دي چې طالبانو څو ځله له افغان حکومت سره خبرې اترې رد کړي او ددغو خبرو اترو شرط یې له افغانستان څخه په پوره ډول د بهرنیو عسکرو وتل اعلان کړي دي .
د افغانستان د سولې لوړا شورا چې د ۲۰۱۰ میلادي کال په اوړې کې ددغه هیواد دولسمشر حامدکرزي لخوا جوړه شوه هڅه کوي له سیمه ایزو او کورنیو ظرفیتونو په استفادې سره په افغانستان کې د سولې پروسه پرمخ بوځي .
د افغانستان ولسمشر هم هیله من دی دغه شورا اغیزمن سیاستونه او ګامونه واخلي او د کابل د حکومت مخالفي ډلي خبرو اترو ته وهڅوي . دغې شورا هم په تیره یوه کال کې په افغانستان کې د سولې له بهیر سره د یوځاي کیدونکو وسله والو لپاره د ځمکو دورکولو ، کار روزګار د برابرولو او مالي آسانتیاوو په شمول ځیني طرحې پلې کړي او د پاکستان او ترکي په شمول یې د سیمې د هیوادونو له چارواکو سره هم خبرې اترې کړي دي څو د کابل د حکومت وسله وال مخالفان له حکومت سره خبرو اترو ته وهڅوي .
له بلې خوا امریکا هم ځکه د افغانستان د حکومت د ملي پخلاینې طرحې ته پام کوي چې نیت لري په دي طرحې سره په افغانستان کې د پرتو بهرنیو عسکرو مرګ ژوبلې او ستونزې کمې کړي .
د ملګرو ملتو آمنیت شورا څه موده وړاندې د امریکا په زور د ترهه ګرۍ له تور لست څخه د ځینو افغان طالبانو نومونه وویستل چې د کابل حکومت هم له دې فیصلي هرکلی وکړ .
د افغانستان د حکومت له نظره د طالبانو او القاعدي د ډلي بیلول او د ملګرو ملتو د ترهه ګرۍ له تورلست څخه دځینو طالب مشرانو د نومونو لیرې کول ، په دغه هیواد کې د ملي پخلاینې د پروګرام په تحقق کې مهم رول لري او د طالبانو د ډلي نور غړي هم د سولې له بهیر سره یو ځاي کیدو ته هڅوي .
د سولې خبرو اترو ته د طالبانو د هڅولو لپاره د افغانستان د حکومت ، امریکا او ناټو له هڅو سره سره د طالبانو دغه دریځ تراوسه نه دی بدل شوی چې وايي د سولې د خبرو اترو لومړنی شرط دادی چې درست بهرني عسکر له افغانستانه ووځي .
په دغه ډول حالاتو کې کارپيژاندې د طالبانو دغه دریځ ته په پام سره د افغان حکومت د ملي پخلاینې د پروګرام بریا ته د شک په سترګه ګوري .