بېرته
په نږدې راتلونکې کې له مخالفووسله والو ډلو سره د افغان حکومت رسمې خبرې اترې
د خپرېدو نېټه: 1390/05/04 0:0د خبر شمېره: 6155سرچینه: ایرکا خبری آژانس

د افغانستان د سولې لوړې شورااعلان وکړ ډیر زر د طالبانو په شمول له مخالفو وسله والو ډلو سره رسمې خبرې اترې پیل کړی .
د افغانستان د سولې د لوړې شورا یو غړی مولوی عطاالله لودین په وینا دغې شورا تراوسه د طالبانو له مشر ملامحمد عمر او د حزب اسلامی ګوند له مشر ګلبدین حکمتیار سره کوم ارتباط نه دی ټینګ کړی .
دا په داسی حال کې دی چې طالبانو څو ځله له افغان حکومت سره خبرې اترې رد کړی او ددغو خبرو اترو شرط یې له افغانستان څخه په پوره ډول د بهرنیو عسکرو وتل اعلان کړی دی .
د افغانستان د سولې لوړا شورا چې د 2010 میلادی کال په اوړې کې ددغه هیواد دولسمشر حامدکرزی لخوا جوړه شوه هڅه کوی له سیمه ایزو او کورنیو ظرفیتونو په استفادې سره په افغانستان کې د سولې پروسه پرمخ بوځی .
د افغانستان ولسمشر هم هیله من دی دغه شورا اغیزمن سیاستونه او ګامونه واخلی او د کابل د حکومت مخالفی ډلی خبرو اترو ته وهڅوی . دغې شورا هم په تیره یوه کال کې په افغانستان کې د سولې له بهیر سره د یوځای کیدونکو وسله والو لپاره د ځمکو دورکولو ، کار روزګار د برابرولو او مالی آسانتیاوو په شمول ځینی طرحې پلې کړی او د پاکستان او ترکی په شمول یې د سیمې د هیوادونو له چارواکو سره هم خبرې اترې کړی دی څو د کابل د حکومت وسله وال مخالفان له حکومت سره خبرو اترو ته وهڅوی .
له بلې خوا امریکا هم ځکه د افغانستان د حکومت د ملی پخلاینې طرحې ته پام کوی چې نیت لری په دی طرحې سره په افغانستان کې د پرتو بهرنیو عسکرو مرګ ژوبلې او ستونزې کمې کړی .
د ملګرو ملتو آمنیت شورا څه موده وړاندې د امریکا په زور د ترهه ګرۍ له تور لست څخه د ځینو افغان طالبانو نومونه وویستل چې د کابل حکومت هم له دې فیصلی هرکلی وکړ .
د افغانستان د حکومت له نظره د طالبانو او القاعدی د ډلی بیلول او د ملګرو ملتو د ترهه ګرۍ له تورلست څخه دځینو طالب مشرانو د نومونو لیرې کول ، په دغه هیواد کې د ملی پخلاینې د پروګرام په تحقق کې مهم رول لری او د طالبانو د ډلی نور غړی هم د سولې له بهیر سره یو ځای کیدو ته هڅوی .
د سولې خبرو اترو ته د طالبانو د هڅولو لپاره د افغانستان د حکومت ، امریکا او ناټو له هڅو سره سره د طالبانو دغه دریځ تراوسه نه دی بدل شوی چې وایی د سولې د خبرو اترو لومړنی شرط دادی چې درست بهرنی عسکر له افغانستانه ووځی .
په دغه ډول حالاتو کې کارپیژاندې د طالبانو دغه دریځ ته په پام سره د افغان حکومت د ملی پخلاینې د پروګرام بریا ته د شک په سترګه ګوری .