د ایران د اسلامی جمهوریت حکومت پریکړه کړی چې په سلګونو زورو افغان کډوالو ته په دغه ملک کی د کار قانونی جوازونه وویشی. د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزیره آمنه افضلی وایی اوس مهال یوازی دوه لکه پنځوس زره هغو افغانانو ته له ا یرانی لوری د قانونی کاری جوازونو د تر لاسه کولو ژمنه تر لاسه کړی ده چی په ایران کې له خپلوکورنیو سره یو ځای اوسیږی. میرمن افضلی وایې چې په ټولیزه توګه یې له هیواد څخه د باندی ټولو هغوافغانانو ته د کار دموندلو لپاره د لازم چاپریال د برابرولو پر سر کار روان کړی چې دمګړۍ له اوزګارتیا کړیږی. آمنه افضلی وایې: هغه افغانان چی له افغانستان څخه دباندی دی، که په پاکستان کی دی که په ایران کې او که په بل هر هیواد کی د هغوی لپاره به د کار قانونی جوازونه برابرکړو، د ډیرو هیوادونو له چارواکو سره په خبرو بوخت یو