بېرته
ایران په سلګونو زر و افغانانو ته کاری جوازونه ورکوی
د خپرېدو نېټه: 1390/06/17 0:0د خبر شمېره: 6664سرچینه: ایرکا خبری آژانس

د ایران د اسلامی جمهوریت حکومت پریکړه کړی چې په سلګونو زورو افغان کډوالو ته په دغه ملک کی د کار قانونی جوازونه وویشی.
د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزیره آمنه افضلی وایی اوس مهال یوازی دوه لکه پنځوس زره هغو افغانانو ته له ا یرانی لوری د قانونی کاری جوازونو د تر لاسه کولو ژمنه تر لاسه کړی ده چی په ایران کې له خپلوکورنیو سره یو ځای اوسیږی.
میرمن افضلی وایې چې په ټولیزه توګه یې له هیواد څخه د باندی ټولو هغوافغانانو ته د کار دموندلو لپاره د لازم چاپریال د برابرولو پر سر کار روان کړی چې دمګړۍ له اوزګارتیا کړیږی.
آمنه افضلی وایې: هغه افغانان چی له افغانستان څخه دباندی دی، که په پاکستان کی دی که په ایران کې او که په بل هر هیواد کی د هغوی لپاره به د کار قانونی جوازونه برابرکړو، د ډیرو هیوادونو له چارواکو سره په خبرو بوخت یو