رجوع
کرزی بیا پر طالبانو غږ وکړ چې له جګړې لاس واخلی
تاريخ النشر: 1390/06/22 0:0رمز الخبر: 6704المصدر: ایرکا خبری آژانس

د افغانستان ولسمشر حامد کرزی وویل، هغه عناصر چې د افغانستان بد غواړی که هغه له هېواده دباندې وی که هر بل ځای ، د دې هېواد د پرمختګ مخه به ونه نیسی.
نوموړی دغه خبره په کابل کې د ادارې او منجمنټ د ملی انستیتیوت څه باندې زرو زده کووونکو ته چې د فراغت اسناد یې ترلاسه کړل، په وینا کې وکړه.
ښاغلی کرزی وویل بیا هم نن پر طالبانو غږ کوم چې دا خاوره ستاسې ددې خاورې بچی یی خرابوه یی مه ددې خاورې د ترقۍ مخه مه نیسﺉ او تاریخ ته نیک نوم پریږدۍ نه بد نوم.
ولسمشر کرزی که څه هم وویل، چې د وسلوالو مخالفینو له فعالیتونو سره سره به افغانستان پر مخ روان وی، خو د جګړې د ناوړه عواقبو په اړه یې هم خبرې وکړې.
هغه وویل، په ټول هېواد کې د ماشومانو د واکسین د پروګرام د کامیابۍ له امله ملګرو ملتونو له افغانستان نه مننه کړې خو بیا هم یوازې په دریو ولایتونو کندهار، فراه او هلمند کې د ناامنیو او حملو له امله د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ پېښې ثبت شوی دی.
نوموړی دغه څرګندونې څو ساعته مخکې له دې وکړې چې وسلوالو طالبانو د کابل په بېلابېلو سیمو کې د په ځان وژونکو حملو لاس پورې کړ.
ولسمشر کرزی یو ځل بیا د افغانستان د ملکی خدمتونو د ادارو په غیر سیاسی کېدو ټینګار وکړ.
هغه وویل، د وزیر له مرستیال نه نیولې بیا تر ټیټو پوړونو پورې باید دولتی چارواکی غیر سیاسی وی او د یوې ازموینې له لارې وټاکل شی.