خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1390/06/22 0:0کد خبر: 6704

کرزی بیا پر طالبانو غږ وکړ چې له جګړې لاس واخلی

کرزی بیا پر طالبانو غږ وکړ چې له جګړې لاس واخلی  - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

د افغانستان ولسمشر حامد کرزی وویل، هغه عناصر چې د افغانستان بد غواړی که هغه له هېواده دباندې وی که هر بل ځای ، د دې هېواد د پرمختګ مخه به ونه نیسی. نوموړی دغه خبره په کابل کې د ادارې او منجمنټ د ملی انستیتیوت څه باندې زرو زده کووونکو ته چې د فراغت اسناد یې ترلاسه کړل، په وینا کې وکړه. ښاغلی کرزی وویل بیا هم نن پر طالبانو غږ کوم چې دا خاوره ستاسې ددې خاورې بچی یی خرابوه یی مه ددې خاورې د ترقۍ مخه مه نیسﺉ او تاریخ ته نیک نوم پریږدۍ نه بد نوم. ولسمشر کرزی که څه هم وویل، چې د وسلوالو مخالفینو له فعالیتونو سره سره به افغانستان پر مخ روان وی، خو د جګړې د ناوړه عواقبو په اړه یې هم خبرې وکړې. هغه وویل، په ټول هېواد کې د ماشومانو د واکسین د پروګرام د کامیابۍ له امله ملګرو ملتونو له افغانستان نه مننه کړې خو بیا هم یوازې په دریو ولایتونو کندهار، فراه او هلمند کې د ناامنیو او حملو له امله د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ پېښې ثبت شوی دی. نوموړی دغه څرګندونې څو ساعته مخکې له دې وکړې چې وسلوالو طالبانو د کابل په بېلابېلو سیمو کې د په ځان وژونکو حملو لاس پورې کړ. ولسمشر کرزی یو ځل بیا د افغانستان د ملکی خدمتونو د ادارو په غیر سیاسی کېدو ټینګار وکړ. هغه وویل، د وزیر له مرستیال نه نیولې بیا تر ټیټو پوړونو پورې باید دولتی چارواکی غیر سیاسی وی او د یوې ازموینې له لارې وټاکل شی.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.