رجوع
سلګونو تنو زده کړیالانو ننګرهار کې په لاریون لاس پورې کړ
تاريخ النشر: 1390/07/11 0:0رمز الخبر: 6958المصدر: ایرکا خبری آژانس

ننګرهار کې سلګونو تنو زده کړیالانو دبهرنیو ځواکونو لخوا د یاد ولایت د مرکزی دالعلوم د یو استاد دنیولو د غندلو په موخه نن سهار په لاریون لاس پورې کړ.
د ننګرهار مرکزی دارالعلوم سلګونو تنو زده کړیالانو نن سهار داتو بجو په شا او خوا په لاریون لاس پورې کړ.
لاریون کوونکی وایی چې تیره شپه بهرنیو ځواکونو داستادسیاف په فامیلیو کې ددوی یوتن استاد له ځانه وړی دی.
دلاریون کوونکو په وینا دوی دددغه استاد دبیولو پروخت دهغه په کورکې بی عزتی کړی چې ددې کارسره دلاریون کوونکو غبرګون راپاریدلی دی .
لاریون کوونکو ددغه استاد دخوشی کیدو غوښتنه وکړه .
هغوی زیاته کړه چې که استاد دبهرنیو ځواکونو له منګولو څخه خلاص نشی دوی به خپل لاریون ته ادامه ورکړی، او د مرکزی دالعلوم دروازې به د شاګردانو پرمخ ټړلې وی، او دوی به لارو او کوڅو ته ووځی.
لاریون کوونکی د جلال آباد – چپرهار لویه لاره او د جلال آباد ښار رینګ روډ د ترافیکو پر مخ تلی وو، او بهرنیو ځواکونو پر ضدیې شعارونه ورکول.
په سیمه کی دپولیسو دامنیت آمرسمونوال معصوم خان هاشمی وخت خبری آژانس ته وویل چې دا لاریون ، سوله ایز لاریون دی ، او پولیسو د تاوتریخوالی مخه نیسی .
نړیوالو ځواکونه تر اوسه پورې په دې اړه رسنیو ته څه ندی ویلی.
یاد ښوونکی تیره شپه دنړیوالو ځواکونو لخوا د وسله والو سره د لاس لرو په تور نیول شوی وو.