خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1390/07/11 0:0کد خبر: 6958

سلګونو تنو زده کړیالانو ننګرهار کې په لاریون لاس پورې کړ

سلګونو تنو زده کړیالانو ننګرهار کې په لاریون لاس پورې کړ  - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

ننګرهار کې سلګونو تنو زده کړیالانو دبهرنیو ځواکونو لخوا د یاد ولایت د مرکزی دالعلوم د یو استاد دنیولو د غندلو په موخه نن سهار په لاریون لاس پورې کړ. د ننګرهار مرکزی دارالعلوم سلګونو تنو زده کړیالانو نن سهار داتو بجو په شا او خوا په لاریون لاس پورې کړ. لاریون کوونکی وایی چې تیره شپه بهرنیو ځواکونو داستادسیاف په فامیلیو کې ددوی یوتن استاد له ځانه وړی دی. دلاریون کوونکو په وینا دوی دددغه استاد دبیولو پروخت دهغه په کورکې بی عزتی کړی چې ددې کارسره دلاریون کوونکو غبرګون راپاریدلی دی . لاریون کوونکو ددغه استاد دخوشی کیدو غوښتنه وکړه . هغوی زیاته کړه چې که استاد دبهرنیو ځواکونو له منګولو څخه خلاص نشی دوی به خپل لاریون ته ادامه ورکړی، او د مرکزی دالعلوم دروازې به د شاګردانو پرمخ ټړلې وی، او دوی به لارو او کوڅو ته ووځی. لاریون کوونکی د جلال آباد – چپرهار لویه لاره او د جلال آباد ښار رینګ روډ د ترافیکو پر مخ تلی وو، او بهرنیو ځواکونو پر ضدیې شعارونه ورکول. په سیمه کی دپولیسو دامنیت آمرسمونوال معصوم خان هاشمی وخت خبری آژانس ته وویل چې دا لاریون ، سوله ایز لاریون دی ، او پولیسو د تاوتریخوالی مخه نیسی . نړیوالو ځواکونه تر اوسه پورې په دې اړه رسنیو ته څه ندی ویلی. یاد ښوونکی تیره شپه دنړیوالو ځواکونو لخوا د وسله والو سره د لاس لرو په تور نیول شوی وو.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.