رجوع
د شمال امنیتی ځواکونه د مسوولیتونو د لېږد دویم پړاو ته چمتووالى لری
تاريخ النشر: 1390/08/10 0:0رمز الخبر: 7356المصدر: ایرکا خبری آژانس

په شمال کې امنیتی ځواکونه وایی، چې د واک د لېږد دویمې پروسې ته پوره چمتووالی لری.دغه څرګندونې په شمال کې د 303 پامیر زون د قوماندانۍ ویاند لعل محمد احمدزی نن (د لړم 10مه) د تېر شپږ میاشتنی امنیتی راپور د وړاندې کولو په ترڅ کې خبریالانو ته وکړې.
نوموړی زیاته کړه، چې د روان کال له پیله یې د شمال په 9 ولایتونو کې تر اوسه 25 خپلواک او 36 ګډ عملیات ترسره کړی دی.
د هغه په وینا، په دغو عملیاتو کې د 15 قوماندانانو په ګډون د دولت 302 وسلوال مخالفین وژل شوی او 96 نور ټپیان دی.
احمدزی وویل، چې د روان کال په اوږدو کې 151 وسلوال مخالفین له یوې اندازې وسلو او مهماتو سره نیول شوی دی.
نوموړی زیاته کړه، چې د یادو عملیاتو په ترڅ کې د شمال په نهو ولایتونو کې 341 بېلابېل ډول وسلې نیول شوې دی.
د هغه په وینا، تر اوسه له دولت څخه 42 ناراضی وسلوال ګروپونه هم د سولې له پروسې سره یوځای شوی دی.
په شمال کې د 303 پامیر زون د قوماندانۍ ویاند وویل، چې د بغلان په اندارب ولسوالۍ کې یې 15 غیر مسوول وسلوال پاټکونه له منځه وړی او پر ځای د پولیسو پوستې ځای پر ځای کړې دی.
نوموړی د امنیت د واک د لېږد د دویمې پروسې په اړه د یوې پوښتې په ځواک کې وویل: ((زموږ پولیس دې ته اماده دی، چې د شمال په هر ولایت کې د امنیت مسوولیت پر غاړه واخلی.))
د هغه په وینا، د واک د لېږد په تېره پروسه کې له هېڅ ډول ستونزې سره نه دی مخ شوی او امنیت لا پسې ښه شوی دی.
د شمال د امنیتی چارواکو په وینا د امنیت د واک د لېږد په دویمه پروسه کې د شمال د بلخ، سرپل، سمنګان او بدخشان ولایتونه یو شمېر سیمې شاملې دی، چې ټاکل شوې په نږدې راتلونکی کې د ولسمشر حامد کرزی له خوا اعلان شی.
د امنیت د لېږد د پروسې په لومړی پړاو کې، چې په تېر چنګاښ کې پیل شو، د بلخ ولایت د مزار شریف ښار د امنیت مسوولیت افغان امنیتی ځواکونو ته وسپارل شو.