خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1390/08/10 0:0کد خبر: 7356

د شمال امنیتی ځواکونه د مسوولیتونو د لېږد دویم پړاو ته چمتووالى لری

د شمال امنیتی ځواکونه د مسوولیتونو د لېږد دویم پړاو ته چمتووالى لری - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

په شمال کې امنیتی ځواکونه وایی، چې د واک د لېږد دویمې پروسې ته پوره چمتووالی لری.دغه څرګندونې په شمال کې د 303 پامیر زون د قوماندانۍ ویاند لعل محمد احمدزی نن (د لړم 10مه) د تېر شپږ میاشتنی امنیتی راپور د وړاندې کولو په ترڅ کې خبریالانو ته وکړې. نوموړی زیاته کړه، چې د روان کال له پیله یې د شمال په 9 ولایتونو کې تر اوسه 25 خپلواک او 36 ګډ عملیات ترسره کړی دی. د هغه په وینا، په دغو عملیاتو کې د 15 قوماندانانو په ګډون د دولت 302 وسلوال مخالفین وژل شوی او 96 نور ټپیان دی. احمدزی وویل، چې د روان کال په اوږدو کې 151 وسلوال مخالفین له یوې اندازې وسلو او مهماتو سره نیول شوی دی. نوموړی زیاته کړه، چې د یادو عملیاتو په ترڅ کې د شمال په نهو ولایتونو کې 341 بېلابېل ډول وسلې نیول شوې دی. د هغه په وینا، تر اوسه له دولت څخه 42 ناراضی وسلوال ګروپونه هم د سولې له پروسې سره یوځای شوی دی. په شمال کې د 303 پامیر زون د قوماندانۍ ویاند وویل، چې د بغلان په اندارب ولسوالۍ کې یې 15 غیر مسوول وسلوال پاټکونه له منځه وړی او پر ځای د پولیسو پوستې ځای پر ځای کړې دی. نوموړی د امنیت د واک د لېږد د دویمې پروسې په اړه د یوې پوښتې په ځواک کې وویل: ((زموږ پولیس دې ته اماده دی، چې د شمال په هر ولایت کې د امنیت مسوولیت پر غاړه واخلی.)) د هغه په وینا، د واک د لېږد په تېره پروسه کې له هېڅ ډول ستونزې سره نه دی مخ شوی او امنیت لا پسې ښه شوی دی. د شمال د امنیتی چارواکو په وینا د امنیت د واک د لېږد په دویمه پروسه کې د شمال د بلخ، سرپل، سمنګان او بدخشان ولایتونه یو شمېر سیمې شاملې دی، چې ټاکل شوې په نږدې راتلونکی کې د ولسمشر حامد کرزی له خوا اعلان شی. د امنیت د لېږد د پروسې په لومړی پړاو کې، چې په تېر چنګاښ کې پیل شو، د بلخ ولایت د مزار شریف ښار د امنیت مسوولیت افغان امنیتی ځواکونو ته وسپارل شو.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.