رجوع
د کابل پر نړیوال هوایی ډګر راکټی برید وشو
تاريخ النشر: 1389/04/29 0:0رمز الخبر: 815المصدر: ایرکا خبری آژانس

د کابل پر نړیوال هوایی ډګر تېره شپه پنځه توغندی وتوغول شول، خو هېڅ ډول زیان یې نه دى اړولى.
دا برید په داسې حال کې کېږی، چې نن د نړیوال کنفرانس کوربه دى، چې تر 70 د زیاتو هېوادونو او نړیوالو موسسو استازی ورته رابلل شوی دی.
د کابل هوایی ډګر د سرحدی پولیسو قوماندان مل پاسوال محمد اصف جبارخېل رسنیو ته وویل، چې پر هوایی ډګر د شپې شاوخوا 11 بجې برید وشو.
د نوموړی په وینا، له دغو توغندیو څخه دوه یې د هوایی ډګر په منځ او درې نور یې له هوایی ډګر څخه د باندې، قصبې ته نږدې ریګ رېشن سره لګېدلی دی.
هغه وویل، چې تراوسه د توغندیو د توغولو ځاى نه دى معلوم شوى.
د نوموړی په وینا، له هوایی ډګر څخه د باندې لګېدلو توغندیو څخه یو نه دى چاودېدلى.
طالبانو، د کابل پر هوایی ډګر د برید مسوولیت پر غاړه اخیستى دى.