رجوع
دپاکستان لومړی وزیر په سترې محکمې کې حاضر شو
تاريخ النشر: 1390/11/24 0:0رمز الخبر: 8756المصدر: ایرکا خبری آژانس

زمونږ خبریال راپور ر اکړ، د پاکستان لومړی وزیر د دویم ځل لپاره په سترې محکمې کې په شتون سره، په ځان ټول تورونه رد کړل.
یوسف رضا ګیلانی د یو شمیر ایتلافی ګوندونو له مشرانو او د کابینې له یو شمیر وزیرانو سره په سترې محکمې کې حاضر شوږ
سترې محکمې لومړی وزیر، له دې کبله چې د آصف علی زرداری د دوسیې د پرانیستا لپاره د محکمې په حکم عمل نه دی کړی ، محکمې ته په سپکاوی تورن کړ.
سترې محکمې په 2009 کال کې د ملی پخلاینې دفرمان په لغوه کولو سره په محکمې کې د زیات شمیر سیاستوالو ، حکومتی مارینو د فساد د دوسیو د پرانیستا حکم صادر کړ .
یوسف رضا ګیلانی د جنورۍ په 19 په سترې محکمې کې په شتون سره ویلی وو، د اساسی قانون په اساس، ولسمشر قضایی مصونیت لری .
ګیلانی بیګاه هم خبرداری ورکړی و ، که سترې محکمې د ده په خلاف رایه ورکړه نو حکومت او پارلمان ړنګ کیږی .
سترې محکمې هم د دې دوسیې جا جول، دوه اونۍ وروسته وخت ته وځنډاوه .