رجوع
په دایکنډی کې د سړې هوا له امله اته تنه مړه شول
تاريخ النشر: 1390/11/27 0:0رمز الخبر: 8794المصدر: ایرکا خبری آژانس

د دایکنډی په سنګ تخت ولسوالۍ کې د سړې هوا له امله د ماشومانو په ګډون اته تنه مړل شول.
د سنګ تخت ولسوال شېرجان محمدی نن (د سلواغې 27مه) پژواک خبری اژانس ته وویل، چې یاد کسان د تېرې اونۍ په اوږدو کې د دې ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې د سختې سړې هوا له کبله مړه شوی دی.
د هغه په وینا، په دې موده کې دوه ماشومان، چې عمرونه یې د 2 او 7 میاشتو ترمنځ دی، د ولسوالۍ په بېلابېلو برخو او دوه سړی د واورې ښویېدنې له امله مړه شوی دی.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، تېره شپه دوه مېرمنې د درمنلې لپاره د ولایت مرکز ته وړل شوې، چې د یخنۍ له امله یې ساه ورکړې ده.
د دایکنډی د ولایتی شورا د سنګ تخت ولسوالۍ د خلکو استازی هادی رحیمی د اتو تنو د مړینې د پخلی ترڅنګ پژواک ته وویل، چې د سړې هوا له کبله د دې ولسوالۍ د 12 کلیو د څښاک ټولې اوبه کنګل شوې دی.
د هغه په وینا، خلک دغه مهال واوره ویلی کوی او د څښکاک د اوبو او مینځلو لپاره ترې کار اخلی.
د دایکنډی والی قربانعلی اورزګانی پژواک ته وویل، چې دوى له سنګ تخت ولسوالۍ څخه د بشپړ راپور په تمه دی، څو له مخې یې ورته اړین ګامونه پورته کړی.
هغه زیاته کړه، چې د ولایت له مرکز سره د سنګ تخت له ولسوالۍ پرته د ټولو ولسوالیو نښلونکی لارې خلاصې دی او خلک کولاى شی، چې په ډاډه زړه تګ راتګ وکړی.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره اونۍ د دایکنډی په میرامور ولسوالۍ کې د واورې ښویېدنې له امله پنځه تنه مړه او درې نور ټپیان شوی وو.