خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1390/11/27 0:0کد خبر: 8794

په دایکنډی کې د سړې هوا له امله اته تنه مړه شول

په دایکنډی کې د سړې هوا له امله اته تنه مړه شول - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

د دایکنډی په سنګ تخت ولسوالۍ کې د سړې هوا له امله د ماشومانو په ګډون اته تنه مړل شول. د سنګ تخت ولسوال شېرجان محمدی نن (د سلواغې 27مه) پژواک خبری اژانس ته وویل، چې یاد کسان د تېرې اونۍ په اوږدو کې د دې ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې د سختې سړې هوا له کبله مړه شوی دی. د هغه په وینا، په دې موده کې دوه ماشومان، چې عمرونه یې د 2 او 7 میاشتو ترمنځ دی، د ولسوالۍ په بېلابېلو برخو او دوه سړی د واورې ښویېدنې له امله مړه شوی دی. د سرچینې د معلوماتو له مخې، تېره شپه دوه مېرمنې د درمنلې لپاره د ولایت مرکز ته وړل شوې، چې د یخنۍ له امله یې ساه ورکړې ده. د دایکنډی د ولایتی شورا د سنګ تخت ولسوالۍ د خلکو استازی هادی رحیمی د اتو تنو د مړینې د پخلی ترڅنګ پژواک ته وویل، چې د سړې هوا له کبله د دې ولسوالۍ د 12 کلیو د څښاک ټولې اوبه کنګل شوې دی. د هغه په وینا، خلک دغه مهال واوره ویلی کوی او د څښکاک د اوبو او مینځلو لپاره ترې کار اخلی. د دایکنډی والی قربانعلی اورزګانی پژواک ته وویل، چې دوى له سنګ تخت ولسوالۍ څخه د بشپړ راپور په تمه دی، څو له مخې یې ورته اړین ګامونه پورته کړی. هغه زیاته کړه، چې د ولایت له مرکز سره د سنګ تخت له ولسوالۍ پرته د ټولو ولسوالیو نښلونکی لارې خلاصې دی او خلک کولاى شی، چې په ډاډه زړه تګ راتګ وکړی. دا په داسې حال کې ده، چې تېره اونۍ د دایکنډی په میرامور ولسوالۍ کې د واورې ښویېدنې له امله پنځه تنه مړه او درې نور ټپیان شوی وو.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.