Back
د ایساف په دوو لوېدلو چورلکو کې دوه سرتېری وژل شوی
د ایساف په دوو لوېدلو چورلکو کې دوه سرتېری وژل شوی
Published: 1391/03/08 18:10News ID: 10339Source: ایرکا خبری آژانس

ایساف وایی چې د افغانستان په ختیځ کې یې یې نن دوه چورلکې غورځېدلې او په یوه کې یې دوه سرتېری وژل شوی دی.
په کابل کې د ایساف مطبوعاتی دفتر له خوا د غبرګولی په 8مه، پژواک خبری اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلی، چې دواړه چورلکې یې نن د افغانستان په ختیځ کې غورځېدلې دی.
په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې په لومړۍ چورلکه کې یې سرتېری وژل شوی نه دی؛ په چورلکه کې ناست کسان د ایساف نږدې مرکز ته لېږدول شوی او د پېښې په اړه څېړنې پیل شوې دی.
سرچینې زیاته کړې، په بله چورلکه کې د ایساف دوه سرتېری وژل شوی دی؛ خو د سرتېرو هویت یې نه دى په ډاګه کړى.
باید وویل شی، چې په ختیځ کې د ایساف امریکایی سرتېری مېشت دی.
په خبرپاڼه کې راغلی، چې دوى د دې پېښې د رامنځ ته کېدو د څرنګوالی په اړه څېړنې پیل کړې دی؛ خو لومړنیو راپورونو ښودلې چې د پېښې په سیمه کې مخالفین نه تر سترګو کېدل.
دغه راز ایساف ویلی، چې په دې پېښه کې عامو وګړو ته هم زیان نه دى اوښتى.
د میدان وردګو ولایت د نرخ ولسوال محمد حنیف حنیفی پژواک اژانس ته وویل، دوى ته هم د سیمې خلکو ویلی، چې هلته د ایساف یوه چورلکه غورځېدلې ده.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ادعا کوی، چې دوى د بهرنیو ځواکونو یوه چورلکه د میدان وردګو په نرخ ولسوالۍ کې ویشتې ده.
هغه زیاته کړه، چې دا چورلکه یې د نرخ د تیتمور په سیمه کې غورځولې او په کې ګڼ شمېر امریکایی سرتېری وژل شوی دی.
دغه راز نوموړی وویل، چې نن غرمه یې د پکتیکا ولایت په سرروضه ولسوالۍ کې هم یوه چورلکه ویشتې او په کې ناست اته سرتېری وژل شوی دی.
د یادو دوو سرتېرو په وژل کېدو سره، په روان زېږدیز کال کې د ایساف د وژل شویو سرتېرو شمېره 174 تنو ته ورسېده.
د یادونې وړ ده چې تېر کال د زمری په 16مه، د میدان وردګو په سید اباد ولسوالۍ کې د وسلوالو طالبانو له خوا د ایساف یوه چورلکه وېشتل شوې وه، چې له امله د ملی اردو اووه او 30 امریکایی کومانډو سرتېری وژل شوی وو.