Back
په کندهار ښار کې دوه پولیس ووژل شول
Published: 1389/05/06 0:0News ID: 1034Source: ایرکا خبری آژانس

په کندهار ښارکې تېره شپه ناپېژاندو وسلوالو پر پولیسو ډزې کړی او دوه تنه یې پکې وژلی دی.
دغه پېښه د کندهار ښار د کابل په دوه لاری سیمه کې د شپې په شاوخوا نهو بجو رامنځته شوه.
عینی شاهدانو ویلی،چې څو تنو موټر سایکل سپرو پر پلی پولیسو ډ زې وکړې او یو تن یې پکې ټپی او بل یې وواژه.
د کندهار د میرویس روغتون یوه ډاکټر د نوم د نه ښودلو په شرط ویلی کلید ته وویل، چې دوى ته یو ټپی پولیس راوړل شوى و، چې وروسته یې ساه ورکړه.
طالب ویاند قاری یوسف احمدی وایی، چې پرون یې د کندهار ولایت په بېلا بېلو چاودنو او بریدونو کې ګڼ شمېر پولیسو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د یادونې وړ ده، چې له تېرو څو میاشتو راهیسې کله، چې افغان او ناټو ځواکونو په کندهارکې د نظامی عملیاتو خبرې پیل کړی، په دې ولایت کې د نا امنۍ پېښې هم زیاتې شوې دی.
په دې موده کې د ځانمرګو بریدونو او چاودنو ترڅنګ د دولتی مامورینو او قومی مشرانو د ترور پېښې هم زیاتې شوې دی