Back
مشرانو جرګې د افغانستان او امریکا ترمنځ ستراتیژیک سند تصویب کړ
مشرانو جرګې د افغانستان او امریکا ترمنځ ستراتیژیک سند تصویب کړ
Published: 1391/03/14 9:21News ID: 10416Source: ایرکا خبری آژانس

مشرانوجرګې د افغانستان اوامریکا ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو سند تصویب کړ.
د مشرانو جرګې په نننۍ عمومی غونډه کې اتیا تنه سناتوران حاضر وو؛ چې دیارلسو یې منفی او پاتې ټولو یې مثبتې رایې وکړې.
ولسې د تیرې اونۍ په سرکې د ځینو ګاونډیو هیوادونوپه ځانګړی توګه د ایران د تمې خلاف له لږ بحث وروسته د رایو په غوڅ اکثریت دا سند تصویب کړ.
د اوږدمهالو ستراتیژیکو همکاریو دا سند د ولسې جرګې او مشرانو جرګې له تصویب وروسته د ولسمشرکرزی له خوا توشیح او بیا په رسمی جریده کې خپریږی.