مشرانوجرګې د افغانستان اوامریکا ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو سند تصویب کړ. د مشرانو جرګې په نننۍ عمومی غونډه کې اتیا تنه سناتوران حاضر وو؛ چې دیارلسو یې منفی او پاتې ټولو یې مثبتې رایې وکړې. ولسې د تیرې اونۍ په سرکې د ځینو ګاونډیو هیوادونوپه ځانګړی توګه د ایران د تمې خلاف له لږ بحث وروسته د رایو په غوڅ اکثریت دا سند تصویب کړ. د اوږدمهالو ستراتیژیکو همکاریو دا سند د ولسې جرګې او مشرانو جرګې له تصویب وروسته د ولسمشرکرزی له خوا توشیح او بیا په رسمی جریده کې خپریږی.