Back
د ایران خارجه وزیر ولسمشرکرزی ته د نم ډلی په سرمشریزه کښې د ګډون بلنه ورکړه
د ایران خارجه وزیر ولسمشرکرزی ته د نم ډلی په سرمشریزه کښې د ګډون بلنه ورکړه
Published: 1391/03/26 5:33News ID: 10554Source: ایرکا خبری آژانس

د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر علی اکبرصالحی چې په کابل کښې د آسیا د زړه په کنفرانس کښې د ګډون لپاره ، افغانستان ته تللی ؤ ، ددغه هیواد له ولسمشر حامدکرزی سره په کتنه کښې د ایران او افغانستان ښو اړیکو ته اشاره وکړه او ویې ویل د دواړو هیوادونو ګډ تاریخ او کلتور ته په پام سره ، ددغو اړیکو د ودې او انسجام لپاره مثبت لرلید موجود دی .
نوموړې په افغانستان کښې د عمرانی پروژو د اجرا لپاره د ایران چمتووالې اعلان کړ .
د ایران خارجه وزیر په افغانستان کښې د امریکایی اډو په جوړولو اندیښنه وښودله او ویې ویل ، د نورو هیوادونو په چارو کښې د امریکا د لاسوهنو اوږدې مخینې ته په پام سره ، مونږ د هغوئ نیتونه او هدفونه ریښتونې نه بولو او دا زمونږ اندیښنې دی .
د افغانستان ولسمشر هم د نم ډلی په مشریزه کښې د ګډون لپاره د ایران د اسلامی جمهوریت دولسمشر د بلنې هرکلی وکړ او ویې ول مونږ به په لوړه سویه په دغه کنفرانس کښې برخه واخلو . ولسمشر کرزی د ایران او افغانستان اړیکې هم ډیرې ښې او بې مخینې وبللی او ویې ویل د کابل او واشنګټن د ستراتیژیک تړون په اړه د تهران اندیښنې درک کوی، خو د هغه په وینا دغه تړون پوځی اهداف نلری او مونږ یو ځل بیا ټینکار کوو ، چې د افغانستان خاوره به د چا پرضد ونه کارول شی .
د ایران خارجه وزیر د آسیا زړه په کنفرانس کښې له ګډون وروسته بیګا بیرته تهران ته راستون شو .