خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1391/03/26 5:33کد خبر: 10554
د ایران خارجه وزیر ولسمشرکرزی ته د نم ډلی په سرمشریزه کښې د ګډون بلنه ورکړه

د ایران خارجه وزیر ولسمشرکرزی ته د نم ډلی په سرمشریزه کښې د ګډون بلنه ورکړه

د ایران خارجه وزیر ولسمشرکرزی ته د نم ډلی په سرمشریزه کښې د ګډون بلنه ورکړه  - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر علی اکبرصالحی چې په کابل کښې د آسیا د زړه په کنفرانس کښې د ګډون لپاره ، افغانستان ته تللی ؤ ، ددغه هیواد له ولسمشر حامدکرزی سره په کتنه کښې د ایران او افغانستان ښو اړیکو ته اشاره وکړه او ویې ویل د دواړو هیوادونو ګډ تاریخ او کلتور ته په پام سره ، ددغو اړیکو د ودې او انسجام لپاره مثبت لرلید موجود دی . نوموړې په افغانستان کښې د عمرانی پروژو د اجرا لپاره د ایران چمتووالې اعلان کړ . د ایران خارجه وزیر په افغانستان کښې د امریکایی اډو په جوړولو اندیښنه وښودله او ویې ویل ، د نورو هیوادونو په چارو کښې د امریکا د لاسوهنو اوږدې مخینې ته په پام سره ، مونږ د هغوئ نیتونه او هدفونه ریښتونې نه بولو او دا زمونږ اندیښنې دی . د افغانستان ولسمشر هم د نم ډلی په مشریزه کښې د ګډون لپاره د ایران د اسلامی جمهوریت دولسمشر د بلنې هرکلی وکړ او ویې ول مونږ به په لوړه سویه په دغه کنفرانس کښې برخه واخلو . ولسمشر کرزی د ایران او افغانستان اړیکې هم ډیرې ښې او بې مخینې وبللی او ویې ویل د کابل او واشنګټن د ستراتیژیک تړون په اړه د تهران اندیښنې درک کوی، خو د هغه په وینا دغه تړون پوځی اهداف نلری او مونږ یو ځل بیا ټینکار کوو ، چې د افغانستان خاوره به د چا پرضد ونه کارول شی . د ایران خارجه وزیر د آسیا زړه په کنفرانس کښې له ګډون وروسته بیګا بیرته تهران ته راستون شو .
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.