د شمال د ډبرو سکرو دولتی شرکت مطبوعاتی دفتر پرون (یکشنبه) په یوه خبرپاڼه کې ویلی چې دغه پېښه د تالهوبرفک ولسوالی کې د ډبرو سکرو یوه کان کې چې په غیرمعیاری ډول د خلکو له خوا استخراجېږی، شوې ده.
سرچینې زیاته کړې چې څلور کانکیندونکی د زهری ګاز راټولېدو او ګازنیونې له امله مړه شوی دی.
د خبرپاڼې له مخې، له پېښې وروسته د شمال د ډبرو سکرو دولتی شرکت تخنیکی ډله د پېښې څېړلو او کانکېندونکو د ژوند ژغورلو لپاره سیمې ته ولېږل شوه؛ خو په کان کې د ګاز د زیات شدت او تراکم له امله د ژغورنې عملیات له جدی ستونزو سره مخ شول او د کاکیندونکو د ژغورلو هڅې پایله ورنه کړه.
د شمال د ډبرو سکرو دولتی شرکت وایی چې په کانونو کې د خوندیتوب معیارونو له رعایت، مناسبې هواخورۍ او تخنیکی څارنې پرته فعالیت کول د کارګرانو ژوند له جدی خطر سره مخ کولی شی.
د دغه شرکت مسوولینو ټینګار کړی چې د دوی تر پوښښ لاندې کانونو کې د خوندیتوب اصولو رعایت، تخنیکی څارنه او د پېښو د مخنیوی لپاره د اړینو تدابیرو نیول د کانکېندنې د فعالیتونو له اساسی برخو څخه دی.
