د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې نن (پنجشنبه) په یوه خبرپاڼه کې ویلی چې د دې خونې عمومی رییس سیدکریم هاشمی په کابل کې د ایران له سفیر علیرضا بیګدلی او مل پلاوی سره لیدلی دی.

سرچینه زیاتوی چې په دې لیدنه کې د افغانستان او ایران ترمنځ پر بېلابېلو سوداګریزو او اقتصادی موضوعاتو او همدارنګه د امام ابوحنیفه (رح) پر پنځم ملی او نړۍوال نندارتون بحث او د نظرونو تبادله وشوه.

د خبرپاڼې له مخې، هاشمی د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا، د راکړې ورکړې پر زیاتوالی او د دواړو هېوادونو سوداګرو او پانګه‌والو ته د اړینو اسانتیاوو پر برابرولو ټینګار کړی دی.

په خبرپاڼه کې راغلی چې د ایران سفیر هم د امام ابوحنیفه (رح) په پنځم ملی او نړۍوال نندارتون کې د ایرانی سوداګرو او پانګه‌والو د ګډون ډاډ ورکړی دی.

سرچینه وایی چې دواړو لورو د صادراتو او وارداتو پر پراختیا، د ځمکنیو او رېل‌پټلۍ ترانسپورټی لارو پر پراخولو، د بندری اسانتیاوو پر ښه کولو او د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې لپاره د نوو فرصتونو پر رامنځته کولو هم خبرې کړې دی.