خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishپښتو
فارسیEnglishپښتو
  • خانه
  • دسته‌بندی
  • آرشیو
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • خانه
  • دسته‌بندی
  • آرشیو
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
تاریخ انتشار: 1405/07/02 9:59کد خبر: 120187

افغانستان او ایران د صادراتو، ترانزیټ او پانګونې پر پراختیا خبرې کړې دی

افغانستان او ایران د صادراتو، ترانزیټ او پانګونې پر پراختیا خبرې کړې دی - خبرگزاری افغان ایرکا

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایی چې د دې خونې عمومی رییس په کابل کې د ایران له سفیر سره لیدلی او دواړو لورو د سوداګریزو اړیکو د پراختیا، د صادراتو او وارداتو د زیاتوالی او اقتصادی همکاریو په اړه خبرې کړې دی.

زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې نن (پنجشنبه) په یوه خبرپاڼه کې ویلی چې د دې خونې عمومی رییس سیدکریم هاشمی په کابل کې د ایران له سفیر علیرضا بیګدلی او مل پلاوی سره لیدلی دی.

سرچینه زیاتوی چې په دې لیدنه کې د افغانستان او ایران ترمنځ پر بېلابېلو سوداګریزو او اقتصادی موضوعاتو او همدارنګه د امام ابوحنیفه (رح) پر پنځم ملی او نړۍوال نندارتون بحث او د نظرونو تبادله وشوه.

د خبرپاڼې له مخې، هاشمی د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا، د راکړې ورکړې پر زیاتوالی او د دواړو هېوادونو سوداګرو او پانګه‌والو ته د اړینو اسانتیاوو پر برابرولو ټینګار کړی دی.

په خبرپاڼه کې راغلی چې د ایران سفیر هم د امام ابوحنیفه (رح) په پنځم ملی او نړۍوال نندارتون کې د ایرانی سوداګرو او پانګه‌والو د ګډون ډاډ ورکړی دی.

سرچینه وایی چې دواړو لورو د صادراتو او وارداتو پر پراختیا، د ځمکنیو او رېل‌پټلۍ ترانسپورټی لارو پر پراخولو، د بندری اسانتیاوو پر ښه کولو او د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې لپاره د نوو فرصتونو پر رامنځته کولو هم خبرې کړې دی.

  • منبع: افغان ایرکا خبری اژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

پربازدیدترین‌ها

گزارش

زبان:
فارسیEnglishپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.