Back
ناټو: طالب مشر ملا محمد عمر په پاکستان کې اوسی
Published: 1389/05/16 0:0News ID: 1231Source: ایرکا خبری آژانس

د ناټو یوه چارواکی په کابل کې رسنیو ته ویلی، چې د وسلوالو طالبانو مشر ملا محمد عمر په پاکستان کې ژوند کوی.
هغه په ځانگړی ډول کوېټه یا کراچۍ ښار د هغه د استوگنځی په نامه یاد کړى دى.
دغه چارواکی، چې د خپل نوم له اخېستو یې ډډه کړې، دا رد کړې، چې گواکې ملا محمد عمر په افغانستان کې دننه د جنگېدونکو وسلوالو طالبانو مشری کوی.
هغه وویل د طالبانو مشران له پاکستانه د طالبانو مشری کوی.
د دغه چارواکی په وینا، د طالبانو له لوری د افغانستان بېلابېلو ولایتونو ته ټاکل شوی والیان په سلو کې نوی په پاکستان کې ژوند کوی.
د ناټو دغې څارګرې سرچینې دا هم ویلی، له پاکستانه یې د طالب مشرانو د نیولو غوښتنه کړې، خو په دې برخه کې ور سره مرسته نه ده شوې.
د ناټو دغه چارواکی ټینگار کړى، چې د ایران او پاکستان څارګرې ادارې په افغانستان کې د جگړې اور ته لمن وهی او د حکومت وسلوال مخالفان پیاوړی کوی.
پاکستان د ناټو د دغه چارواکی څرگندونو ته تر دې مهاله غبرگون نه دى ښوولى.