خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1389/05/16 0:0کد خبر: 1231

ناټو: طالب مشر ملا محمد عمر په پاکستان کې اوسی

ناټو: طالب مشر ملا محمد عمر په پاکستان کې اوسی - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه

د ناټو یوه چارواکی په کابل کې رسنیو ته ویلی، چې د وسلوالو طالبانو مشر ملا محمد عمر په پاکستان کې ژوند کوی. هغه په ځانگړی ډول کوېټه یا کراچۍ ښار د هغه د استوگنځی په نامه یاد کړى دى. دغه چارواکی، چې د خپل نوم له اخېستو یې ډډه کړې، دا رد کړې، چې گواکې ملا محمد عمر په افغانستان کې دننه د جنگېدونکو وسلوالو طالبانو مشری کوی. هغه وویل د طالبانو مشران له پاکستانه د طالبانو مشری کوی. د دغه چارواکی په وینا، د طالبانو له لوری د افغانستان بېلابېلو ولایتونو ته ټاکل شوی والیان په سلو کې نوی په پاکستان کې ژوند کوی. د ناټو دغې څارګرې سرچینې دا هم ویلی، له پاکستانه یې د طالب مشرانو د نیولو غوښتنه کړې، خو په دې برخه کې ور سره مرسته نه ده شوې. د ناټو دغه چارواکی ټینگار کړى، چې د ایران او پاکستان څارګرې ادارې په افغانستان کې د جگړې اور ته لمن وهی او د حکومت وسلوال مخالفان پیاوړی کوی. پاکستان د ناټو د دغه چارواکی څرگندونو ته تر دې مهاله غبرگون نه دى ښوولى.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.