Back
پکتیا کې درې ماشومان په زهرو مړه شول
Published: 1389/05/16 0:0News ID: 1234Source: ایرکا خبری آژانس

د پکتیا ولایت د څمکنیو په ولسوالۍ کې تېره شپه څلور تنه ماشومان په زهرو د ککړې ډوډۍ خوړلو له امله مسموم شوی وو، چې وروسته یې درې مړه او یو یې ناروغه دى .
ځایې چاروکې د دې پېښې تائید کوی خو لامل یې نه په ګوته کوی .
د څمکنیو ولسوال ازاد خان وایی، چې د پېښې قربانیان څلور واړه ماشومان، د یوې کورنۍ غړی، او د څمکنیو ولسوالۍ اړوند دمنده خیلو سیمې اوسیدونکی دی .
ولسوال د پېښې لامل نه په ګوته کوی، خو د سیمې اوسیدونکی یې د کورنۍ بې پروایې بولی .
د څمکنیو ولسوالۍ د (75) بستریز روغتون مشر ډاکتر عبدالقادر اشرفی وایې، چې ماشومان د ماښامنۍ ډوډۍ خوړلو نه ورسته مسموم شوی وو .
ډاکتر اشرفی وایې، چې ناروغه ماشومانو په استفراق کې وینه هم لرله.
نوموړى د پاتې ناروغه ماشوم روغتیایې حالت هم د اندېښنې وړ بولی .
هېره دې نه وی، چې په پکتیا ولایت کې دا لومړى ځل دى، چې دا ډول پېښه رامنځ ته کېږی، چې علت یې د ځایی خلکو په نظر، ښایی بې پروایی او یا هم کورنى تاوتریخوالى وی.