د پکتیا ولایت د څمکنیو په ولسوالۍ کې تېره شپه څلور تنه ماشومان په زهرو د ککړې ډوډۍ خوړلو له امله مسموم شوی وو، چې وروسته یې درې مړه او یو یې ناروغه دى . ځایې چاروکې د دې پېښې تائید کوی خو لامل یې نه په ګوته کوی . د څمکنیو ولسوال ازاد خان وایی، چې د پېښې قربانیان څلور واړه ماشومان، د یوې کورنۍ غړی، او د څمکنیو ولسوالۍ اړوند دمنده خیلو سیمې اوسیدونکی دی . ولسوال د پېښې لامل نه په ګوته کوی، خو د سیمې اوسیدونکی یې د کورنۍ بې پروایې بولی . د څمکنیو ولسوالۍ د (75) بستریز روغتون مشر ډاکتر عبدالقادر اشرفی وایې، چې ماشومان د ماښامنۍ ډوډۍ خوړلو نه ورسته مسموم شوی وو . ډاکتر اشرفی وایې، چې ناروغه ماشومانو په استفراق کې وینه هم لرله. نوموړى د پاتې ناروغه ماشوم روغتیایې حالت هم د اندېښنې وړ بولی . هېره دې نه وی، چې په پکتیا ولایت کې دا لومړى ځل دى، چې دا ډول پېښه رامنځ ته کېږی، چې علت یې د ځایی خلکو په نظر، ښایی بې پروایی او یا هم کورنى تاوتریخوالى وی.